دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۷ اسد ۱۳۹۴ ساعت ۱۵:۰۴
د مطلب کود : 115485
پاکستاني نظامیانو په ناړ ۍولسوالۍ کې فرضي کرښې ته څیرمه پر افغان امنیتي پوستو دسپکو او درنو وسلو ډزې کړي
تیره ورځ درې بجې دناړۍ ولسوالۍ په دوکلام سیمه کې پاکستاني نظامیانو په افغان امنیتي پوستو ډزې کړي چې له امله یې امنیتي ځواکونو ا و ولسي خلکوته مالي او ځاني زیانونه اوښتي افغان امنیتي ځواکونو چې دناړۍ میړني ولس یې کلکه مل تیاکوله له خپل ځان او ولسونو یې ټینګه د فاع کړې په یاده پیښه کې د امنیتي ځواکونو دوه تنه شهیدان او دڅلورو ملکي وګړو په ګډون (۱۱) تنه نور ټپیان شوي په یاده سیمه کې دولسي خلکو څو هټۍ ګانې هم دپاکستاني نظامیانو توپونو په نخه کړي، اور يې اخیستې اوله منځه تللي .

دکونړ ولایت اداره او ولسونه دکرښې دهاخواڅخه دافغانستان پرخاوره دمرمیو ویشتل او سرغړونې په ټینګه غندي او دغه ډول تهدیدونه اوفعالیتونه په سیمه کې دښه ګاونډیتوب ،امنیت،سولې اوپرمختګ پرضد حرکتونه بولي ا و په کلکه د دغه ډول حرکتونو دمخنیوي غوښته کوي ، زمونږ امنیتي ځواکونه د دې وړتیالري چې دخپلې خاورې او ولس څخه دفاع وکړي.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcjoieviuqevxz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته