دخپریدو نیټه :دوشنبه ۶ ثور ۱۳۹۵ ساعت ۱۲:۵۸
د مطلب کود : 125484
کابل، د ۱۳۹۵ کال د غويي ۶مه: د معافیت ورکونې یا د واکسیناسیون اونی نن په افغانستان کې د یو لړځانګړو مراسمو په ترڅ کې د افغانستان د عامې روغتیا وزارت دچارواکو او د معافیت ورکوني د فعالیتونو د ملاتړکوونکي ملی او بین المللی کلیدی شرکاوو په ګډون په لاره واچول شوه. د معافیت ورکونې اونی د واکسین د اهمیت په اړه د عامه پوهاوي د لوړولو او په وخت سره د خلکو لخوا د واکسینونو تر لاسه کولو د اقدام څخه د ډاډمنیدو په موخه لمانځل کیږي.
په افغانستان کی دواکسینو دتشو دډکولو لپاره دهڅو ګړندی کولو اړتیا :ژوند بښوونکی واکسینونو ته دهر وګړی لاس رسی
کابل، د ۱۳۹۵ کال د غويي ۶مه: د معافیت ورکونې یا د واکسیناسیون اونی نن په افغانستان کې د یو لړځانګړو مراسمو په ترڅ کې د افغانستان د عامې روغتیا وزارت دچارواکو او د معافیت ورکوني د فعالیتونو د ملاتړکوونکي ملی او بین المللی کلیدی شرکاوو په ګډون په لاره واچول شوه. د معافیت ورکونې اونی د واکسین د اهمیت په اړه د عامه پوهاوي د لوړولو او په وخت سره د خلکو لخوا د واکسینونو تر لاسه کولو د اقدام څخه د ډاډمنیدو په موخه لمانځل کیږي.
دافغانستان داسلامی جمهوریت دعامی روغتیا وزارت مرستیال ډاکټر احمد جان نعیم وویل: د واکسین تطبیق یوه اغیزمنه او ګټوره کړنلاره ده نو ددی لپاره ضروری ده چی د واکسین د ورځنی پروګرام قوی کولو لپاره اغیزمن ګامونه پورته شی.  له بل پلوه مونږ باید ډاډ حاصل کړو چی هغه ماشومان چه د واکسینولو وړ دی روغتیایی مرکز ته راوړل شی، او په همدی ډول د کمپاین په ورځو کی چه واکسیناتوران کور په کور  پواکسین تطبیق کوی  اویا هم په نورو کمپاینونو کی  چی د واکسینولو لپاره ځایونه ځانګړی شویدی لاړ او واکسین ورته تطبیق شی. دا زمونږ مسولیت دی چی خپل ماشومان د هغو ناروغیو په وړاندی چی په واکسین د مخنیوی وړ دی وژغورو دا ځکه چی واکسین د هر ماشوم حق دی. ډاکتر فیروزالدین فیروز زیاته کړه چی  سږ کال دا اونی د واکسین تطبیق د تشو د ډکولو ؛ تر شعار لاندی په ټول هیواد کی لمانځل کیږی او په دی ډول  ددی پروګرام د ښه تطبیق لپاره هر اړخیزه ملاتړ اعلانوم او د عامی روغتیا وزارت  ددی په تطبیق کی هر ډول همکاری ته ژمن دی نو په دی ډول په هیواد کی او د عامی روغتیا ټولو ریاستونو ته لارښونه کیږی چی دا نوښت په خپلو اړوندو ولایتونو کی په ښه شان سره پلی کړی زمونږ کړنی دیوی اونی پوری محدودی نه پاتی کیږی ولی دا موقع د معافیت د خدمتونو د قوی کولو لپاره پیلیدونکی ګام دی او د کال تر پایه به دوام و مومی.
د افغانستان لپاره د روغتیا نړیوال سازمان په استازي توب میرمن ایمان شنکیتی خبرې وکړې او ويې ویل : دا زمونږ لپاره د منلو وړ نه ده چی لا هم ماشومان په واکسین د مخنیوی وړ ناروغیو له امله مری . واکسین نه یواځی ماشومان د  هغو ناروغیو څخه چی ورځنی مهال ویش واکسینونو په واسطه وقایه کیږی ژغوری، بلکه د نورو ناروغیو څخه لکه ټټر (سینه بغل)  چی د پنځو کالو نه د کم عمره ماشومانو د مړینو کچه یی ډیره لوړه هم ده ژغوری. مونږ باید د معافیت تشی ډکی کړو او ځان ډادمن کړو چی هر افغان ته ژوند بخښونکی واکسین رسیدلی دی پرته له دی چی د هغه چاپیریال په پام کی ونیول شی چه د افغانستان په کوم ګوټ کی ژوند کوی.
 د حکومت د هڅو او د کورنیو او نړیوالو ادارو په ملاتړ په تیره لسیزه کی په واکسین د مخنیوی وړ ناروغیو له امله د مړینی کچه تر ډیره بریده راکمه شویده د ورځنی پرواګرام غښتلی کول د پولیو د پیښی نه  وروسته سملاسی ځواب ورکول او په هغو ولسوالیو کی چی د معافیت کچه پکی ډیره ټیټه  ده د واکسین د پروګرام پلی کول د ډیرو ماشومانو په ژغورلو کی اغیزمن واقع شویدی. خو بیا هم د حوزی په کچه افغاستان کی لاهم واکسین د پوښښ کچه د قناعت وړ نه ده او په هرو پنځو ښځو کی یوی یی لا هم د ټیټانوس واکسین نه دی تر لاسه کړی وروستنی د واکسینو د پوښښ سروی له مخی د شری د واکسین د پوښښ کچه ٪ ۵۹ ده او یواځی ٪۵۱ هغه ماشومانو چه عمرونه یی تر یوه کاله کم وی د کوچنیوالی د دوری ټول واکسینونه یی تر لاسه کړی دی.
د افغانستان لپاره د یونیسف د ادارې د روغتیا د څانګی مشر داکتر شرین ورکی وویل: "داچی واکسنونه ٪۳۵ د مړینی کچه را کموی نو مونږ باید ټول هغه خنډونه له منځه یوسو تر څو ماشوم ته لاس رسی پیدا کړو . "
د ټولنی وګړی دی ته اړتیا لری چه د واکسینونو په اهمیت پوه شی او هغوی هم و هڅوو تر څو خپل ماشومان نژدی روغتیایی مرکزونو ته یوسی چی د وژونکو ناروغیو په وړاندی چی په واکسین د مخنیوی وړ دی وژغورل شی.
معافیت ورکونه یو د هغو ارزانه او اغیزمنو روغتیایی کړنو څخه ده چی ماشومان د توری ټوخلی، ټټر (سینه بغل) ګوزڼ، نس ناستی ،ټیټانوس ،شری ، توبرکوز،دیفتری او تور زیړی له ناروغیو څخه ژغوری. په افغانستان کی د پنځو کالو نه د کم عمر ماشومانو د مړینی کچه د نړی په کچه تر ټولو لوړه ده چی په هرو زرو ژوندیو زیږیدلو ماشومانو کی ۹۷ ته رسیږی او ددی تر څنګ افغانستان اوس هم په نړی کی یو له هغه دوه هیوادونو څخه دی چی د ګوزڼ ناورغی پکی شتون لری چی په ۲۰۱۵ زیږدیز کال کی ۲۰ د ګوزڼ واقعی راپور شویدی حال دا چه په ۲۰۱۴ کال کی د هغو شمیر ۲۸ واقعی وی . تر دی  دمه څلورد ګوزڼ پیښی په روان کال کی راپور ور کول شویدی.
https://avapress.com/vdcjoievxuqe8xz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته