دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۳ دلو ۱۳۹۳ ساعت ۱۳:۳۷
د مطلب کود : 106287
د کانګرس هره هغه طره به ویټو کړي چې ایټمي مذاکراتو ته تاوان رسوي
د امریکا ولسمشر په دې خبرې په ټینګار سره چې ایران په خپلو ایټمي ژمنو پابند و وویل په کانګرس کې به هره هغه طرحه ویټو کړي چې ایټمی مذاکراتو ته تاوان ورسوي.
د ایرنا خبري اژانس د راپور له مخې باراک اوباما له سي این این خبري چینل سره په مرکه کې چې بشپړ متن یې پرون له دغه چینله خپور شو زیاته کړه : ایران د موقتې ایټمې موافقې په چوکاټ کې په خپلو ټولو ژمنو پابند و او دواړه لوری فرصت لري چې د چورلټې موافقې د لاسته راوړلو لپاره عملي لارې چارې پيدا کړي.
د امریکا ولسمشر دې ته په اشارې سره چې دچین او روسیې په شان هیوادونه له ایران سره د اړیکو ښه کول غواړي وویل : که نوی بندیز ولګول شي چې د خبرو لوري منجمله ایران یې د مذاکراتو په لاره کې خنډ وګڼي دغه بندیز ونه به ویجاړوونکې وي او هغه به یې ویټو کړي. اوباما د ایران د ایټمي پروګرام په سر دجمهوری غواړو له کانګرس سره د احتمالي کړکیچ په هکله وویل مهمه دا ده چې موافقه وشی . هغه د دغه مرکې په یوه بله برخه کې واشنګټن ته د سفر او په کانګرس کې د وینا کولو لپاره د صهیونسټ رژیم له لومړي وزیر نتانیاهو د امریکا د کانګرس د جمهوري غواړي مشر جان بوئنر بلنې ته په اشارې سره وویل هغه اراده نه لري په دغه سفر کې د اسراییلو له لومړي وزیر سره کتنه وکړي.
جمهوریت غواړي چې په کانګرس کې اکثریت لري هڅه کوي له ایران سره په ایټمي مذاکراتو کې په کارړنګولو سره او د صهیونسټانو تر لابۍ لاندې د ایران په خلاف نوې بایکاټونه تصویب کړي چې دغه مساله د اوباما او سپینې ماڼۍ له سخت غبرګون سره مخامخ شوې ده .
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcjomevauqey8z.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته