دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۱ جدی ۱۳۹۵ ساعت ۰۷:۳۷
د مطلب کود : 136383
جمهور رئیس غني د ایران د پخواني جمهور رئیس په وفات خواشینی شو
ارګ، کابل: د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني د ایران د پخواني جمهور رئیس علي اکبر هاشمي رفسنجاني په وفات خواشینی شو.

جمهور رئیس وویل، علي اکبر هاشمي رفسنجاني د ایران د جمهوررئيس په توګه او همدارنګه د نورو بېلابېلو دندو پرمهال د سیمې په مسایلو کې خپل اغېز او د خپلو پلویانو په زړونو کې ځانګړی محبوبیت درلود.

محمد اشرف غني د افغانستان د دولت او خلکو په استازیتوب د ایران مذهبي مشر، د یاد هېواد جمهور رئیس، د ارواښادکورنۍ، د ایران دولت او خلکو ته خپل د ډاډګېرنې مراتب وړاندې کوي او ارواښاد ته د خدای تعالی په دربار کې د فردوس جنت دعا کوي.
https://avapress.com/vdcjomevtuqettz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته