دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۲ اسد ۱۳۹۳ ساعت ۱۱:۳۶
د مطلب کود : 96818
هېګل: امریکا د عراق شمال ته ۱۳۰ پوځي روزونکي استوي
امریکا غواړي چې د عراق شمال ته ۱۳۰ پوځي روزونکي واستوي.
د امریکا دفاع وزیر چېک هیګل پرون وویل، چې دغه روزونکي به د سني وسله والو له ویرې له بې ځایه شویو سره د بشري مرستو په برخه کې همکاري وکړي.
د امریکا دفاع وزیر وویل، امریکایي روزونکي به د کردستان په مرکز اریبل کې وي او په جګړو کې به برخه وانخلي.
امریکا شاخوا نوي پوځي روزونکي په بغداد کې هم لري او نژدې یو سل او شپیته تنه امریکایي روزونکي له عراقي امنیتي ځواکونو سره همکاري کوي.
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcjooeh.uqemvz,bfu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته