دخپریدو نیټه :يکشنبه ۳۱ حمل ۱۳۹۳ ساعت ۱۴:۴۵
د مطلب کود : 89898
عثماني: سعودي عربستان د افغان سولې له بهیر څخه ملاتړ کوي
د افغانستان د کورنیو چارو وزیر وايي؛ سعودې عربستان د دغه هېواد د سولې د بهیر څخه ملاتړ کوي.
ضرار احمد عثماني پرون په کابل کې د سعودي عربستان له سفیر عبدالرحمان الغاصب سره ولیدل.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت له خوا په یوه اعلامیه کې د ښاغلي عثماني له قوله ویل شوي چې؛ سعودي عربستان کولی شي، د افغانستان د سولې په بهیر کې رغنده رول ولوبوي.
په افغانستان کې د سعودي عربستان سفیر ژمنه کړې چې؛ هېواد به یې په دې برخه کې له افغانستان سره هېڅ ډول همکاري ونه سپموي.
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcjooeo.uqehhz,bfu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته