دخپریدو نیټه :شنبه ۶ جوزا ۱۳۹۶ ساعت ۰۸:۲۹
د مطلب کود : 143682
د تاپی لوله خط د ۲۰۱۹ کال تر اخیره پوری په افغانستان او پاکستان کی پای ته رسیږی
د تاپی پروژی ارشد مدیر ویلی دی چی د تاپی لوله خط د ۲۰۱۹ میلادی کال په اخیرو کی په افغانستان او پاکستان کی پای ته رسیږی.
د افغان غږ افغان غږ خبری آژانس د خبرله مخی، محمد مراد آمان اف د تاپی پروژی ارشد مدیر د ترکمنستان ګازو بین المللی کنګره کی ویلی دی چی تاپی په ۲۰۱۹ کال کی په افغانستان او پاکستان کی پای ته رسیږی.
د ترکمنستان ګازو بین المللی کنګره په برقرار هتل کی د خزر سمندر ترکمنی سواحلو کی جوړ سوی دی.
هغه زیاته کړه: په دی ترتیب سره لومړنۍ ګاز د تاپی لوله ای خط په مرسته د ۲۰۲۰ کال په اوایلو کی لیږدول کیږی.
د ۲۰۱۵ میلادی کال دسامبر ۱۳ کی د ترکمنستان په جنوب کی د مرو ښار کی د تاپی د ګازو خط افتتاح د قربانعلی بردی محمد اف د ترکمنستان ولسمشر، اشرف غنی د افغانستان ولسمشر، نواز شریف د پاکستان نخست وزیر او محمد حمید انصاری د هند ولسمشر معاون په حضور کی مراسم جوړ سو.
فارس ګزارش ورکړ چی د تاپی د لوله ای ګازو خط همدا اوس د ترکمنستان خاوره کی د ادامی په حال کی دی خو دهغه جوړونی شروع کار تراوسه په افغانستان او پاکستان کی نه دی شروع سوی او یواځی تحقیقاتی او مطالعاتی کارونه یی په دواړو هیوادونو کی د اجرا په لاس کی دی.
د تاپی ګازو لوله ای خط اوږدوالی ۱۸۱۴ کیلومتره دی چی ۲۱۴ یی د ترکمنستان په خاوره کی، ۷۷۴ کیلومتره یی د افغانستان خاوری څخه او ۸۲۶ کیلومتره یی د پاکستان خاوری څخه د هند هیواد تر مرزونو پوری به تیر سی.
ددی خط د لیږد ظرفیت په کال کی ۳۳ میلیارده متره مکعب تخمین وهل سوی دی او قرار دی تر ۲۰۱۹ کال پوری په پوره ډول کار یی خلاص او ګټه اخیستنی ته وړاندی سی.
۴ هیوادونه په دی پروژه کی توافق ته ورسیدل چی د ترکمن ګازو ملی شرکت ددی پروژی ۱۰ میلیارده دالره پر غاړه ونیوله.
د ترکمنستان ګازو ملی شرکت چی د تاپی طرحی رهبر په حیث ټاکل سوی دی قرار دی چی د لوله ای ګازو خط ساخت او ساز، مالی تامین، مالکیت او ګټه اخیستنی مدیریت په غاړه ولری.
https://avapress.com/vdcjotev8uqexmz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته