دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۳ میزان ۱۳۹۵ ساعت ۱۷:۴۲
د مطلب کود : 131586
افغان ځانګړو ځواکونو د کندوز ښار او د هلمند ناوه ولسوالي بېرته له طالبانو نیولي او هغو ته یې درنده مرګ ژوبله اړولې.


چارواکي وايي، افغان ځانګړو ځواکونو د کندوز ښار او د هلمند ناوه ولسوالي بېرته له طالبانو نیولي او هغو ته یې درنده مرګ ژوبله اړولې.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د کندوز امنیتي چارواکي وايي، کمانډو ځواکونو تېره شپه ناوخت په کندوز کې عملیات وکړل او ګڼې سیمې یې له طالبانو پاکې کړې.
د افغانستان دفاع او کورنیو چارو وزارتونه وايي، کندوز ښار ته تازه دمو امنیتي ځواکونو د ښار مرکزي برخې له طالبانو بېرته نیولي دي.
وړاندې ویل شوي و، چې طالبانو د ولایت ځینې مهمې ادارې نیولې، خو کندزو د امنیتي چارواکو او د ولایتي شورا غړو دا خبره رد کړې ده.
بل خوا د هلمند چارواکي وايي، افغان ځواکونو د ناوې ولسوالۍ بېرته ترې نېولې ده.
د هلمند ولایت له مقام نه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې افغان ځواکونو د هوايي او ځمکنیو عملیاتو په ترڅ کې ولسوالي بېرته له طالبانو ونیوله.
سرچینه زیاتوي، چې په دغه عملیاتو کې د ناوې ولسوالۍ له پاره د طالبانو قوماندان او د دې ډلې ۴۵ غړي وژل شوي دي او ټولې دولتي ودانۍ دا مهال د افغان ځواکونو په لاس کې دي.
باید وویل شي، چې طالبانو تېره ورځ سهار کندوز ښار ځینې برخې او د هلمند ناوه ولسوالي تر خپلې ولکې لاندې راوسته او د ګڼ افغان سرتېرو د مرګ ژوبلې ادعا یې وکړه.
خو د افغان چارواکو د دغه څرګندونو په تړاو یې تر اوسه څه نه دي ویلي.

https://avapress.com/vdcjovevmuqetiz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته