دخپریدو نیټه :يکشنبه ۳ جوزا ۱۳۹۴ ساعت ۰۹:۴۹
د مطلب کود : 111984
حامد کرزي د هند له صدراعظم سره د افغانستان پر حالاتو خبرې وکړې
تاند- د هند صدراعظم نریندرا مودي پرون په نوي ډیلي کې د افغانستان له پخواني ولسمشر حامد کرزي سره د افغانستان د وروستیو انکشافاتو په اړه خبرې وکړې.
مودي وویل چې هند او افغانستان پخوانۍ اړیکې لري.
کرزي په داسي حال کې له مودي سره ولیدل چې د دغه هیواد د ملي امنیت سلاکار او دغه راز حامد کرزي د افغانستان او پاکستان د استخباراتي ادارو د وروستیو موافقو په وړاندې عکس العمل وښود.
کرزي د چهارشنبې په ورځ /مې ۲۰مه/ په یوه اعلامیه کې د افغانستان او پاکستان د استخباراتي ادارو ترمنځ د همکارۍ د سند پر لاسلیکېدو اندېښنه ښکاره کړه.
پخواني ولسمشر حامد کرزي له حکومته د دغه تفاهملیک د فسخه کېدو ترڅنګ غوښتنه کړې چې په راتلونکي کې دې هم دا ډول هیڅ سند له پاکستان سره نه لاسلیکوي.
مودي له حامد کرزي سره په کتنه کې وویل:«هند له افغانانو سره دوستۍ ته خورا اهمیت ورکوي، هند د افغانانو له لوري د خپل هیواد په باثباته کولو، ولسواکه کولو او سوکاله کولو کې له دوی سره ولاړ دی.»
ده همداراز وویل چې هیواد به یې د افغانانو د لومړیتوبونو پر اساس د افغانستان د ټولو سیمو له خلکو سره مرستو ته دوام ورکړي.
د هند صدراعظم د افغانستان د پخواني ولسمشر حامد کرزي تر مشرۍ لاندې په افغانستان کې د ده په وینا د فوق العاده پرمختګ او د هند او افغانستان د اړیکو په پراختیا کې د نوموړي د رول ستاینه وکړه.
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcjovevxuqevhz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته