دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۵ جدی ۱۳۹۳ ساعت ۱۵:۵۳
د مطلب کود : 104982

خبرونه وايي چې نن د افغانستان په پلازمېنه کابل او د زابل ولایت په مرکز، کلات ښار کې چاودنې شوې. 
د کابل پولیسو خبر ورکړی چې نن سهار د کابل د هوايي ډګر د هوا پېژندنې له ادارې سره نږدې بمي چاودنه شوې چې هدف یې په کابل کې د امریکا د نړیوالې پراختیايي برخو موټر و. خبر زیاتوي چې دغه ماین په ګلدان کې ځای پرځای شوی و او د امریکا د نړیوالې پراختیا څانګې موټر چې کله له سیمې څخه تېرېدو نو چاودنه وشوه خو چاته پکې مرګ ژوبله نده اوښتې.
د یوبل خبر له مخي د زابل ولایت په مرکز کې یو ځانمرګی برید شوی، ملکیان ووژل او څلور ټپيان دي.
د زابل امنیې قومندان غلام سخي روغ لیوني رسنیو ته ویلي، چې حمله نن د لسو بجو په شااوخوا کې د موټربم په وسیله د نوي کابل بانک د څانګې مخې ته شوې ده.
نوموړی وایي، چې د حملې هدف د زابل د امنیت د امرغلام جیلاني فراهي موټر وو، خو زیاته یې کړه، چې د امنیت امرته کوم زیان نه دی اوښتی.
د زابل روغتیايي سرچینو رسنیو ته ویلي چې د پيښې له ځایه دوی ته یوولس تنه ټپیان او وژل شوي کسان ور وړل شوي چې په ټپیانو کې پولیس هم شامل دي.
طالب ویاند قاري یوسف احمدي هم تهران راډیو ته وویل چې په دې چاودنه کې ۷ پولیسو ته مرګ ژوبله اوښتې.

سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcjoxev8uqeyhz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته