دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۷ اسد ۱۳۹۳ ساعت ۱۶:۲۱
د مطلب کود : 97088
سعودي عربستان افغان هوايي شرکتونو ته د جاحیانو د لېږدل اجازه ورکړه
د افغانستان د هوایي چلند خپلواکه اداره وایي؛ د سعودي عربستان چارواکو د هیواد هوایي شرکتونو ته اجازه ورکړې؛ چې سږ کال افغان حاجیان هغه هیواد ته انتقال کړي.

د دې ادارې مرستیال محمود شا حبیبي ازادي راډیو ته وویل؛ چې پرون ناوخته یې له سعودي چارواکو څخه دغه مکتوب ترلاسه کړی دی.

له دې وړاندې سعودي عربستان ویلي وو؛ هغې الوتکې دې هیواد ته حاجیان نه شي انتقالولی؛ چې له پنځه ویشتو کلونو نه زیاتې چلیدلې وي.

خو د افغانستان د هوایي چلند ادارې هغه مهال وویل؛ چې افغانستان باید له دې پریکړې مستثنی شي.
https://avapress.com/vdcjoyeh.uqeaoz,bfu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته