دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۹ اسد ۱۳۹۳ ساعت ۱۶:۰۷
د مطلب کود : 97213
د انتخاباتو په کمیسیون کې نښتو یو شمېر خلک ټپیان کړل
د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون دننه د یوه انتخاباتي ټیم په وینا درې تنه کارګران او د بل یوه په وینا د هغوی شل تنه څارونکي ټپیان شوي دي.
د اشرف غني احمدزي د انتخاباتي ټیم غړي داوود سلطانزوي ازادي راډيو ته وویل چې تیره ورځ ناوخته د عبداله عبداله د انتخاباتي ټیم د غړیو له لورې پر کارګرانو د چاقوانو په واسطه حمله شوې ده.
د عبداله عبداله انتخاباتي ټیم بیا د تحول او تداوم د انتخاباتي ټیم تورونه ردوي او وایي چې په دې پیښه کې د دوی شل تنه ټپیان شوې دي او د دوو څارونکو روغتیایي وضعیت یې نازک دی.
د دغه انتخاباتي ټیم یوه ویاند فضل الرحمان اوریا ازادي راډيو ته وویل چې د اشرف غني د ډلې کسانو د دوی شل تنه څارونکي ټپیان کړې دي چې د دو تنو روغتیایي وضعیت نازک دی.
د اصلاحاتو او همپالنې ټیم څرګندوي چې پیښه داسې وشوه چې د ۱۵۰ تشو صندوقونو پر سر شخړه رامنځته شوه، داسې چې د ځینو دغو صندوقونو پر سر ۵۹۰او پر ځینو ۵۸۰ رایي لیکل شوې وې چې دا د اشرف غني احمدزي په ګټه پکې پرتې دي.
د عبداله عبداله انتخاباتي ټیم همداراز وایي چې بل لور ته یو شمیر کارګرانو چې وظیفه یې یوازې د صندوقونو انتقال دی او کارتونه یې هم نه لرل د صندوقونو قلفونه ماتول چې دا کار هم د لفظي شخړې باعث شو.
د اوریا په وینا دا یو پلان شوی کار وو چې د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون او د تحول و تداوم د ټیم د غړي داوود سلطانزوی له خوا وار له مخه جوړ شوی وو.
خو داوود سلطانزوی پر ده لګیدلی تور رد کړ او ویې ویل چې د حملې په وخت دی په کمیسیون کې نه و، په ورته وخت کې سلطانزوی هم د انتخاباتو پر خپلواک کمیسیون انتقاد وکړ او ویې ویل چې قاطع نه دی.
سلطانزوی زیاته کړه چې دغسې پیښې د ډیرې اندیښنې وړ دي خو باید د راییو د تفتیش بهیر له خنډ سره مخامخ نه کړي. د اصلاحاتو او همپالنې ټیم بیا تور پورې کړ چې د انتخاباتو خپلواک کمیسیون او د تداوم او تحول ټیم غواړي چې خپلې کړې درغلۍ په دې ډول پټې کړي.
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcjt8eh.uqeavz,bfu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته