په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د ملي پولیسو ،ملي پوځ او ملي امنیت ځواکونو د ګډو چاڼیزو عملیاتو په لړ کې چې ننګرهار ، پروان ، کندز، زابل ، میدان وردک ، لوګر ، غزنی ، فراه او هلمند ولایتونو په اړوندوسیمو کې یې ترسره کړل،۷۵ تنه ترهګر طالبان ووژل شول ، ۲۸ تنه ټپیان او۴ تنه د امنیتي ځواکونو له لورې ژوندي ونیول شول .
په یادو عملیاتو کې یوه اندازه وسلې او مهمات هم د ملي امنیتي ځواکونو لاسته ورغلي دي .
همدا راز د ملي پولیسو منسوبانو تېره ورځ ،۲ کړۍ ماینونه چې د طالب ترهګرو له لورې د ترهګریزوکړنو د ترسره کولو په موخه د پکتیا ا و هرات ولایتونو په اړوندو سیمو کې ځای پر ځای شوي وو کشف او شنډ کړای شول .

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)