دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۱ سرطان ۱۳۹۳ ساعت ۱۰:۳۵
د مطلب کود : 94603
د ۲۸ میلیونه افغانیو په مالي لګښت د ۱۰ کیلومتره سړک تر جوړېدو وروسته ګټې اخیستنې ته وسپارل شو .
د میدان وردګو ولایت به مرکزي بهسودو ولسوالۍ کې د ۲۸ میلیونه افغانیو به مالي لګښت پر ۱۰ کیلو متره سړک د جغل اندازۍ چارې له بشپړیدو وروسته نن ( سې ښنبه) ګټې اخیستنې ته وسپارل شو .
دغه سړک چې د مرکزي بهسودو ولسوالۍ د سفید سنګ سیمې څخه تر سورخ شینیه سیمې پورې غخیدلی،د کلیوالي سړک جوړونې ملي پروګرام ( NRAP ) په ۲۸۲۸۰۰۹۰ اته ویشت میلیونه دوه سوه اتیا زره نوي افغانیو په مالي لګښت یې د جغل اچونې چارې د یوه کال په موده کې بشپړ شوې
تر دې وړاندې یادو سیمو ترمنځ غځیدلی سړک په پوره توګه تخریب وو،چې په ستونزو سره به په کې د موټرو تګ راتګ ترسره کیدو،چې د یادې پروژې په ترڅ کې تخریب شوی سړک جوړ او تر څنګ یې د جغل اچونې چارې هم پرې په اساسي ډول ترسره شوې .
په همدې موخه په جوړو شویو مراسمو کې د مرکزي بهسودو ولسوال جان اقا محصل وویل: د دغه سړک جوړونې څخه یې وخت په وخت لیدنه کړې او د چارو د ښه ترسره کولو سپارښتنې ورته کړي .
ده د میدان وردګو والې ښاغلي عبدالمجید خوږیاڼي پیغام هم د مراسمو ګډونوالو ته ووې،چې به کې ولسونو ته لارښوونه شوې وه،چې د جوړ شوي سړک څخه ساتنه وکړي او هڅه به وکړي،چې جوړ شوي سړک باندې ورته د قیراچونې چارې هم ترسره کړي.
دا په داسې حال کې ده،چې څو ورځې وړاندې د نږدې یونیم میلیونو افغانیو په مالي لګښت په مرکزي بهسودو ولسوالۍ کې د اوبو یوه ذخیره تر جوړېدو وروسته ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه .
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcjtmeh.uqexyz,bfu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته