دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۵ سرطان ۱۳۹۶ ساعت ۱۴:۵۳
د مطلب کود : 146436
د افغانستان سل مرزی پوستو په وړاندی د پاکستانی زرو امنیتی پوستو رامنځته کیدنه
پاکستانی چارواکی ددی کار لامل د افغانستان حکومت همکاری نه شتون، سیمی امنیت تامین او په عینی حال کی په پاکستان کی پر میلیونونو افغان مهاجرو باندی نظارت وښودل.

د افغان غږ(افغان غږ خبری آژانس) په ګزارش سره، جنرال آصف غفور؛ پاکستان ځواک ویاند، خبرنګارانو ته ویلی دی: د هغه هیواد نظامیان د ۲۰۰ زرو څخه ډیر ځواکونه د افغانستان سره مرز په اوږدو کی ځای پرځای کړی دی او د ۱۰۰۰ امنیتی پوستو په شاوخوا رامنځته کړی دی.

همدارنګه پاکستانی نظامی چارواکی ادعا وکړ چی افغانستان حکومت یواځی ۲۰۰ پوستی د دواړو هیوادونو سرحدونو په اوږدو کی لری.

دا پاکستانی نظامی ویاند همدارنګه ادعا کوی چی د افغانستان مرزونو په اوږدو کی دهشت افګنی ګواښ تراوسه هم سته او اسلام آباد تراوسه نه دی توانیدلی چی په مناسب ډول د هماهنګی مکانیزم د افغانستان سره رامنځته کړی. د همدی لپاره د ښاغلی غفور په وینا، اسلام آباد د افغانستان مرز په اوږدو کی کی یو اړخیزه ډول امنیتی پوستی رامنځته کیدو بل چاره نه درلود.

خو د افغانستان حکومت د پاکستان مرز په اوږدو کی حصار ګیری مخالف دی، ځکه دواړه هیوادونه تراوسه مرزی مناقشه لری.

د آمریکا غږ په وینا، د پاکستان حکومت په داسی حال کی د سیمی امنیت په اړه هڅو څخه خبری کوی چی افغانستانی چارواکی ډیر ځلی د پاکستان حکومت بالخصوص ISI   د طالبانو او حقانی ډلی څخه په ملاتړ تورن کړی دی. په ځینو برخو کی امریکایی چارواکی هم مشابه تورونه وارد کړی دی.

https://avapress.com/vdcjtmevmuqexxz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته