دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۴ قوس ۱۳۹۳ ساعت ۱۵:۲۶
د مطلب کود : 103938
غني: عام ولس دې د افغان وژنې ښکاره مخالفت وکړي

افغان ولسمشر وايي افغانان به هیڅکله ترهګرۍ ته تسلیم نه شي.
محمد اشرف غني چې د بشري حقونو د نړیوالې اعلامیې د ورځې په مناسبت یې یوې غونډې ته وینا کوله، د ټولنې له بېلابېلو مشرانو وغوښتل چې په یوه غږ د ترهګرۍ پر وړاندې ودرېږي.
اشرف غني د سیمې هغو هېوادونو ته هم خبر داری ورکړ چې له ناقانونه کړیو د خپلو ګټو لپاره کار اخلي.
کابل کې زموږ همکار سمیع الله موسی زی پخپل راپور کې وايي، اشرف غني وویل که څوک په بل هیواد کې د جګړې اور بلولو غواړي نو لرې نه ده چې دغه هېوادونه به هم د جګړې په دغه اور کې وسوځي.
په پلازمېنه کابل او نورو ولایتونو کې پرله پسې بریدونو د افغان دولت مشرتابه سخت غبرګون راوپارواه.
افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي سوله د افغان ټولنې بنسټیزه اړتیا ده خو د هغه په وینا تلپاتې سوله زغم او ښه تدبیر غواړي.
ښاغلي اشرف غني د بشري حقونو د نړیوالې اعلامیې د ورځې په مناسبت جوړه شوې غونډه کې وویل که وسله وال په دې فکر وي چې په ترهګریزو بریدونو سره به د سولې لپاره د افغانانو اراده ماته کړې نو دوی باید پوه شي چې د افغانانو اراده یوه ده: ''که وسلوال فکر کوي چې زموږ اراده به بدله کړي، نو هسې تېروتي ځکه افغانستان پنځه زره کلن تاريخ لري.''
د افغان ولسمشر په وینا د ځینو دولتونو له خوا د نادولتي خبیثه بنسټونو کارول د بشري حقونو په د نړیوالې اعلامیې راغلي ارزښتونه ګواښي.
ښاغلي اشرف غني زیاته کړه چې اوس باید دا ثابته شوې وي - په ځانګړې توګه د سمیې هیوادونو لپاره- چې ښه او بده ترهګرۍ نشته. او که کوم دولت په بل هیواد کې د جګړې میدان ګرم ساتل غواړي نو د همدې جګړې لمن به تر دوی هم ور ورسیږي.
افغان ولسمشر وویل ترور اخلاقي کمزوري ده.
ولسمشر اشرف غني د پکتیکا مخکني او کابل تازه بریدونو ته په اشارې سره وویل، چې "نور افغان د بې ګناه وګړو د وژلو لړۍ نه شي زغملی، په افغانستان کې ټولنیز وجدان ډېر پیاوړی دی، د قرآن حافظې قدسیې څه ګناه کړې وه چې ووژل شوه، د پکتیکا یحی خېلو کې ماشومانو څه ګناه کړې وه، دا کارونه نور نه منو، افغانستان پنځه زره کاله دوام کړی او پنځه زره کاله نور به هم دوام وکړي، څوک مو نه شي ماتولی".
ښاغلي اشرف غني ټینګار وکړ چې د زندانیانو وهل ټکول د وحشت درجې ته د انسان راټیټیدل دي.
افغان ولسمشر د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمیسیون د کړنو ملاتړ وکړ او په دې برخه کې د دولت له لورې د هر ډول ملاتړ ډاډ ورکړ.
د تېرې شنبې په ورځ ولسمشر غني د کورنیو چارو وزارت کې له چارواکو سره په خبروکې ټینګار کړی و چې یوازې وړتیا، مسلکي توب او ژمنتیا به د امنیه قومندانانو، جنرالانو، او نورو مهمو امنیتي چارواکو د غوره کېدو معیار وي.
ښاغلي غني وويل امنيت يې د سرسر لومړيتوب دى او ملي امنيت شورا ته يې دنده وسپارله چې د کابل ښار امنيت د ښه کېدو په موخه په راتلونکو دوو اونيو کې د کابل ګارنيزيون د جوړولو پلان وړاندې کړي.
افغان ولسمشر پرداسې مهال دا خبره کړې ده چې وروستيو کې په بېسارې توګه کابل ښار کې د حکومت مخالفو وسله والو بريدونه ډېر شوي دي او يوشمېر خلک د دغو بريدونو په مخنيوي کې د پاتې راتلو د پړې ګوته امنيتي ځواکونو ته نيسي.
يوازې پرون (شنبه) کابل ښار کې د پوځ پر يوه بس ځانمرګي بريد ٧ افسران ووژل، کابل ښار کې د سترې محکمې د دارالانشاء مشر او هلمند کې ۱۲ ماين پاکان ووژل شول.

سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcjttevouqeyhz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته