دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۶ اسد ۱۳۹۳ ساعت ۱۶:۴۹
د مطلب کود : 97033
جمهور رئيس کرزي په بادغیس کې په یوه ترافيکي پېښه کې د هېوادوالو پر مرګ ژوبلې خواشيني څرګنده کړه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئيس حامد کرزي په بادغیس ولایت کې په یوه ترافيکي پېښه کې د یوشمېر هېوادوالو پر مرګ ژوبلې خواشيني څرګنده کړه.

د بادغیس د ولایت مقام د معلوماتو له مخې پرون مازدیګر د بادغيس د آب کمري ولسوالۍ په چهارسنګي کلي کې د یوې ترافيکي پېښې له کبله د مېرمنو او ماشومانو په ګډون ۳۴ کسان مړه شوي او ۱۲ تنه نور ټپیان شوي دي.
جمهور رئيس حامد کرزی په دغه ترافيکي پېښه کې پررامنځته شوې مرګ ژوبلې په ژوره توګه خواشينی شوی او د چارو ادارې ته يې لارښوونه کړې چې له سیمه ييزو چارواکو سره په همکارۍ کې د قربانیانو له کورنيو او ټپيانو سره لازمې عاجلې مرستې وکړي.
جمهور رئيس کرزی د دغې پېښې د قربانیانو کورنيو ته د خپلې ژورې خواخوږۍ او ډاډګيرنې مراتب وړاندې کوي او د لوی خدای له دربار څخه هغوی ته د جميل صبر او ټپيانو ته د سملاسي روغتیا هيله کوي
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcjtyeh.uqeatz,bfu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته