په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د ملي پولیسو ،ملي پوځ او ملي امنیت ځواکونو د ګډو چاڼیزو عملیاتو په لړ کې چې د هرات، زابل، کنړ، کندهار، میدان وردک، غزنی، هلمند، جوزجان، فاریاب، تخار او کندز ولایتونو په اړوندو سیمو کې یې ترسره کړل، ۲۰ تنه ترهګر طالبان ووژل شول او ۱۰ تنه د امنیتي ځواکونو له لورې ژوندي نیول شوي.
په یادو عملیاتو کې یوه اندازه وسلې او مهمات هم د ملي امنیتي ځواکونو لاسته ورغلي دي.
همدا راز د ملي پولیسو منسوبانو تېره ورځ ، ۴ کړۍ ماینونه چې د طالب ترهګرو له لورې د ترهګریزو کړنو د ترسره کولو په موخه د کابل، تخار، کندز او هرات ولایتونو په اړوندو سیمو کې ځاي پر ځاي شوي وو کشف او شنډ کړل شو.
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)