دخپریدو نیټه :دوشنبه ۳ عقرب ۱۳۹۵ ساعت ۰۹:۲۳
د مطلب کود : 132512
د جمهور رئیس غني په مشرۍ د کابینې غونډه جوړه شوه
د افغانسان داسلامي جمهوریت د جمهور رئیس محمد اشرف غني په مشرۍ د کابینې غونډه نن له غرمې مخکې په ارګ کې جوړه شوه. لومړی د مالیې وزیر اکلیل حکیمي د بروکسل کنفرانس د پایلو راپور وړاندې کړ، وې ویل، د بروکسل دوه ورځنی کنفرانس په بلجیم کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهور رئیس په مشرۍ د افغانستان د لوړ پوړي پلاوي، د ۷۵ هېوادونو او ۳۰ بنسټونو او بین المللي سازمانونو په ګډون جوړ شو. د افغانسان پلاوي د اصلاحاتو، ښې حکومتوالۍ، ښځو حقونو، د خصوصي سکتور د پانګونې، اقتصادي ودې او نورو مواردو په هکله د ملي یووالي حکومت لاسته راوړنې وړاندې کړې، چې په پایله کې بین المللي ټولنې د افغانستان د ژمنو د اجرا ارزونې څخه وروسته ۱۵.۲ میلیارد امریکایي ډالر د راتلونکو څلورو کلونو لپاره د افغانستان د انکشافي لومړیتوبونو په برخه کې ژمنه وکړه. کابینې د بروکسل کنفرانس پایلې د هېواد د راتلونکي لپاره ګټورې وبللې او د مالیې وزیر او په دې پروسه کې دخلیو کسانو څخه یې مننه وکړه، مالیې وزارت یې موظف کړ چې بروکسل کنفرانس کې د افغانستان د ژمنو تطبیقي پلان ترتیب او د کابینې راتلونکې غونډې ته وړاندې کړي. همدارنګه کابینې د مالیې او حج او اوقافو وزارتونه موظف کړل چې د بروکسل کنفرانس او په روان کال کې د بیت الله شریف حج پروسې د بریالي ترسره کېدو په خاطر د هغو کارکوونکو د تقدیرولو وړاندیز چې په دې برخه کې یې کوښښونه کړي ترتیب او جمهوري ریاست ته وړاندې کړي. د جمهوري ریاست دویم مرستیال محمد سرور دانش د عمومي ریاستونو او کمیسیونونو په سرلیکونو کې د مستقل کلیمې د کارولو د څرنګوالي په اړه د موظف کمیسیون راپور غونډې ته وړاندې کړ او زیاته یې کړه، د مستقلو ادارو او ریاستونو ایجادول د دغو بنسټونو د عدم مسوولیت او ځواب ویلو په مانا نه ده. هغه وویل، د اساسي قانون پر تطبیق د څار کمیسیون او اساسي قانون ته په کتو د ټولو ایجاد شویو ادارو په نوم کې د مستقل کارول د اصولو خلاف وو او ایجابوي چې د امکان تر بریده د مستقل تر سرلیک او نوم لاندې ایجاد نشي او د ریاستونو او ادارو له نومونو څخه مستقل کلمه د هغو په تقنیني اسنادو کې حذف شي. کابینې د عمومي ریاستونو په سرلیکونو کې د مستقل کلیمې کارولو په هکله د جمهوري ریاست د دویم مرستیال برابره شوې طرحه د هېواد د اساسي قانون د صراحت مطابق تصویب کړه، عدلیې وزارت یې موظف کړ چې د جمهوري ریاست دویم مرستیال سره په همکارۍ د دولتي ادارو د فعالیت د طرز مقرره ترتیب او پړاونه یې بشپړ کړي. د مالیې وزیر د حقیقي او حکمي اشخاصو د ۱۳۹۴ل د څلورمې ربعې د ۳۷۳ میلیون افغانیو مالیاتي جرایمو د عفوې په هکله د هغه وزارت پیشنهاد غونډې ته وړاندې کړ او وې ویل، د مالیاتو چارو ادارې قانون د ۳۵ مادې مطابق زیات شمېر مالیه ورکوونکي تر جریمې لاندې راغلي چې یاد متشبثین د مالیاتو چارو ادارې قانون څخه د نه خبرتیا له امله په ځنډ د اظهار نامې فورم د برابرولو د جرایمو د معافیت غوښتونکي شول چې دا موضوع کابینې تصویب کړه. وروسته د بهرنیو چارو وزیرصلاح الدین رباني او د هغه وزارت اداري معین په خلیج کې په افغاني پاسپورټونو د هېوادوالو د پاکستاني پاسپورټونو د تبدیلۍ ستونزه غونډې ته وړاندې کړه. کابینې د کډوالو د پاسپورټونو بدلول د دولت د لومړیتوبونو جز وباله، بهرنیو چارو وزارت یې موظف کړ چې دا پروسه چټکه کړي، د هغو د اجراتو او واضح حساب ورکولو څرنګوالي په اړه جمهوري ریاست ته راپور ورکړي. د اقتصاد وزیر عبدالستار مراد د هند مرستو څخه د کوچینو انکشافي پروژو SDPد وضعیت راپور له ننګونو او وړاندیزونو سره یو ځای غونډې ته وړاندې کړ وې ویل، د هند د ۲۰ میلیون ډالري او ۱۰۰ میلیون ډالري مرستو څخه د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې د کوچنیو انکشافي پروژو د ملي برنامو د طرحې او تطبیق پروګرام د تطبیق په منصه کې قرارداد شوی دی چې دا پروژې د پوهنې، عامې روغتیا، کرنې، کلیو پراختیا، فواید عامې، لوړو زده کړو، کار او ټولنیزو چارو، اوبو او برېښنا ښځو چارو، کډوالو وزارتونو د سیمه ییزو ارګانونو عمومي ریاست، بدني روزنې او سپورت ریاستونو اړوند دي. کابینې وړاندې شوې طرحه په پرنسیب کې تائيد کړه ، اقتصاد وزارت یې موظف کړ چې د یوې ارزښتناکې پروژې د جوړولو په موخه د هند هېواد سره حد اقل د ځانګړو شویو پیسو ټاکل شوې محدودې تفاهم وکړي او هم یې زیاته کړي. همدارنګه هغه وزارت یاده شوې طرحه د دغې پروسې د زیات ساده کولو په موخه د ښځو چارو وزارت په ګډون سکتوري وزارتونو سره بیا وارزوي او د پایلې په هکله یې د کابینې غونډې ته راپور وړاندې کړي. په همدې ترتیب د اقتصاد وزیر د کابینې د ۲۵ فقرې لارښوونې په اساس دافغان نساجي ملکیتونو په هکله د موظف کمیسیون راپور اسنادو ته په پام د کاپیسا، بغلان، پروان، کندز او کابل ولایتونو په مربوطاتو کې د افغان نساجي شرکت د جایدادونو په هکله د هغه کمیسیون اسنادو، سوابقو او شواهدو ته په کتو سره غونډې ته معلومات وړاندې کړل. کابینې د موظف کمیسیون پیشنهادي طرحه تائید کړه، کورنیو چارو وزارت یې موظف کړ چې اقتصاد وزارت سره په همکارۍ د افغان نساجۍ د جایدادونو په بېرته ترلاسه کولو کې عاجل اقدام وکړي. همدارنګه د لوی څارنوالۍ اداره د افغان نساجۍ د جایدادونو دوسیې چې د هېواد په محاکمو کې په دوران کې دي چټکې کړي او د عدلیې وزارت د دولت د قضایاو ریاست د هېواد په محاکمو کې د دولت د حقونو دفاع وکړي. په غونډه کې د کار، ټولنیزو چارو، شهیدانو او معلولینو وزیرې د ملکي خدماتو کارکوونکو د تقاعد حقونو تنظیم مقررې د اومې مادې (۲) فقرې د تعدیل طرحې په هکله د موظف پلاوي نظر او د هغوی مالي او حقوقي ستونزو سره یو ځای وړاندې کړ. کابینې د کار، ټولنیزو چارو، شهیدانو او معلولینو وزیره موظفه کړه چې دا موضوع د هېواد د جمهور رئیس په مشرۍ په غونډه کې د تصمیم نیولو په موخه مطرح کړي. د کار، ټولنیزو چارو، شهیدانو او معلولینو چارو وزیرې د شهیدانو او معلولینو د معاشونو د امتیاز په هکله د هغه وزارت پیشنهادي طرحه غونډه کې مطرحه کړه. له هر اړخیز بحث وروسته کار او ټولنیز چارو، مالیې او عدلیې وزارتونه موظف شول چې وړاندې شوې طرحه د پولي وجوه په مشخص کولو سره د امتحاني پروسو کامل وضاحت شاخصونو او معیارونو ته په کتو بیا وګوري او توافق شوې طرحه د کابینې وروستیو غونډو ته وړاندې کړي. ورپسې د اوبو او انرژۍ وزیر علي احمد عثماني د افغانستان برېښنا ماسټر پلان د بیا کتنې په هکله د ماسټر پلان د نوي والي لپاره پیشنهادي طرحه د حل لارو وړاندې کولو سره یو ځای غونډې ته وړاندې کړه. وړاندې شوې طرحې کابینې په پرنسیب کې تائید کړې. اوبو او انرژۍ وزارت موظف شو چې د برېښنا ماسټر پلان په متوازنه توګه د هېواد په ټولو ولایتونو کې ترتیب او تخنیکي مسایل یې مشخص او واضح کړي، د خصوصي سکتور مشارکت ته په کتو د افغانستان د برېښنا ماسټر پلان نهایي او د کابینې راتلونکې غونډې ته وړاندې کړي. وروسته د لوړو زده کړو وزیرې او د ښارجوړولو وزارت سرپرست د کابل پوهنتون د استادانو د استوګنیزو اپارتمانونو په اړه د ټاکل شوي پلاوي نظر له درې انتخابونو سره وړاندې کړ. کابينې پرېکړه وکړه، چې د لوړو زده کړو وزیره او د کابل پوهنتون رئیس دې له استادانو سره توضیحي خبرې وکړي، د بدیل ځای تر چمتو کولو پورې دې هغوی ته مناسب ځای په کرایه ونیول شي، همدارنګه د ښارجوړولو وزارت موظف شو چې په قصبه، خانه سازۍ، یا هم تهیه مسکن کې د استادانو لپاره د یو بلاک جوړولو طرحه ترتیب او د کابینې راتلونکو غونډو ته وړاندې کړي. ورپسې د ښارجوړولو وزارت سرپرست او اداري معین د وزارتونو او دولتي ادارو سرجمع بودجې څخه د دغه وزارت د طلباتو وضع کولو غوښتنه غونډه کې مطرح او زیاته یې کړه، دا په مرکز او ولایتونو کې د هغوفعالیتونو پورونه دي چې د وزارتونو او دولتي ادارو د غوښتنې په اساس د ښار جوړولو وزارت له خوا دي، چې دغه وزارت د غوښتل شویو چارو د ترسره کولو وروسته د ښارجوړونې د لایحې او طرز العمل له مخې حق الزحمه سنجولې او د تر لاسه کولو لپاره یې اړوندې مرجع ته لیږلې، خو ادارو د خپلو موخو د ترلاسه کولو وروسته د حق الزحمې په انتقال کې ځنډ کړی دی چې له دغه ځنډ سره د ښار جوړولو وزارت نشي کولی خپل کلنی پلان پلی کړي. کابینې د ښار جوړولو وزارت موظف کړ، چې د دولتي ارګانونو پورونه د اسنادو له مخې هغوی سره مطرح کړي، د هغوی د توافق له ترلاسه کولو وروسته دې وروستۍ طرحه د کابینې راتلونکې غونډې ته وړاندې کړي. ورپسې د پوهنې وزیر اسدالله حنیف بلخي په ولایتونو کې د پوهنې ریاستونو د عمومي تعلیماتو د معاونیتونو درېیمه رتبه بستونه چې ښځو ته ځانګړي شوي دي غونډې ته وړاندې کړل او زیاته یې کړه، په ملکي خدمتونو کې د ښځو د حضور زیاتولو او مدیریتي پستونو ته د هغوی د ارتقا په موخه د پوهنې وزارت په پام کې لري چې د پوهنې ریاستونو کې د عمومي تعلیماتو په برخه کې شته معاونیتونه د موجودو امتیازاتو او حقوقو په حفظ سره په مرکز او ولایتونو کې مماثل بستونو کې وګماري او په ځای یې په شرایطو برابرې ښځينه کارمندانې د پوهنې ریاستونو د عمومي تعلیماتو په برخو کې د سرپرستو معاونینو په توګه وټاکي. وړاندې شوې طرحه په پرنسیپ کې تائید شوه او پوهنې وزارت موظف شو، چې دا طرحه په یوه شفافه پروسه کې پلې کړي او د نتایجو په اړه یې د کابینې راتلونکې غونډې ته ډاډ ورکړي.
https://avapress.com/vdcjv8ev8uqetiz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته