دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۴ جوزا ۱۳۹۵ ساعت ۱۵:۱۷
د مطلب کود : 127518
په ولسي جرګه کې د ټاکنیزو اصلاحاتو په اړه د ولسمشر د تقنیني فرمان د ځنډېدو په اړه نیوکې
ولسي جرګه باید د ستونزو لپاره د حل لاره پیدا کړي، خو د کارپوهانو په باور اوس‎مهال دا جرګه په خپله په ټاکنیز نظام کې د سمونو د راوستول په وړاندې خنډ جوړوي.
د ټاکنو لپاره د افغانستان د مدني بنسټونو شبکې رئیس وايي چې ولسي جرګه د ټاکنیز نظام د اصلاح په کار کې د هېواد په برخلیک لوبه کوي او د ولسي جرګې د یو شمېر غړو شخصي ګټې به د افغانستان راتلونکې ټاکنې له ننګونو سره مخامخ کړي.

دغه شبکه زیاتوي که‎چېرې د ټاکنیز نظام د اصلاح په اړه د ولسمشر د تقنیني فرمان برخلیک د ولسي جرګې له رخصتیو وړاندې روښانه نه‎شي، هېواد به یوځل بیا له ټاکنیز کړکېچ سره مخ شي.

ولسي جرګه باید د ستونزو لپاره د حل لاره پیدا کړي، خو د کارپوهانو په باور اوس‎مهال دا جرګه په خپله په ټاکنیز نظام کې د سمونو د راوستول په وړاندې خنډ جوړوي.

ټول ۵۰ وروځې په تمه وو ترڅو دا جرګه د ولسمشر د تقنیني فرمان په اړه پرېکړه وکړي، خو ظاهراً د نظر د اختلافونو له امله د دغه فرمان په اړه پرېکړه راتونکې غونډې ته پاتې شوه.

تر ټولو مهمه نیوکه داده چې د ولسي جرګې یوشمېر غړي د هېواد د ګټو په پر ځای د ځان د ګټو په فکر کې دي او همداراز په حکومت کې ځینې کړۍ هم نه غواړي چې ټاکنې په خپل وخت ترسره شي.

د ټاکنو لپاره د افغانستان د مدني بنسټونو د شبکې رئیس جانداد سپین غر څرګنده کړه:«زه فکر کوم چې دننه په حکومت کې یو شمېر کړۍ شته چې غواړي له هغه نفوذ سره چې په پارلمان کې یې لري د دغه فرمان مخنیوی وکړي چې تصویب نه شي او د پارلمان غړي هم د خپل ځان په اړه فکر کوي.»

د افغانستان د آزادو او عادلانه ټاکنو د بنسټ مسؤول رحمت الله صالحي وویل:«له بده مرغه د پارلمان غړي د دې پر ځای چې د افغانستان د برخلیک جوړونکو مسایلو په اړه پرېکړه وه کړي، په پارلمان کې د خپل د پایښت او ګټو په فکر کې دي.»

دا خونه چې د قانون جوړولو ځای دی، په خپله یې له قانونه پرته کار پیل کړی دی، خو ولې د ټاکنیزو سمونو په اړه د ولسمشر تقنیني فرمان نه تصویبېږي.

د ولسي جرګې غړي غلام فاروق مجروح په دې اړه څرګنده کړه:«دغه فرمان باید ژر تر ژره تصویب شي او د افغانستان د ټاکنو برخلیک روښانه شي.»

په ټاکنیز نظام کې د سمونو راستول، د ملي یوالي حکومت تر ټولو مهمه ژمنه ده چې له نړیوالې ټولنې سره یې کړې ده.

داسې ویل کېږي که چېرې ملي یوالي حکومت د وارسا له غونډې مخکې دا ستونزه هواره نه‎کړي، له افغانستان سره به د نړیوالې ټولنې مرستې ټکنۍ شي.او په دې ستونزه کې به ولسي جرګه په مستقیمه توګه دخیله وي.
https://avapress.com/vdcjvaevouqe8iz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته