دخپریدو نیټه :سه شنبه ۵ دلو ۱۳۹۵ ساعت ۰۹:۴۵
د مطلب کود : 137111
پنځه لس سوه کسان د ممنوع الخروج له نوملړ بهر شول
د افغانستان لویې څارنوالۍ د ممنوع الخروج له نوملړه د ۱۵کسانو نومونه بهر کړل.
د افغان غږ خبری آژانس غږ ( افغان غږ خبری آژانس ) آژانس د خبر له مخې :لویه څارنوالي وايي چې په دغو کسانو په تېرو دورو کې له کوم ښکاره دلیل پرته د سفر محدودیتونه لګول شوي وو.

دغه کسان د لویې څارنوالۍ، د افغانستان بانک، کورنیو چارو او مالیې وزارتونو دغه کسان ممنوع الخروج کړي وو. لویه څارنوالي وايي چې لاهم د ممنوع الخروج په نوملړ کې زرګونه کسان شامل دي.

لویې څارنوالۍ د ممنوع الخروج کسانو نوملړ کتلی او په ترڅ کې یې موندليچې سلګونه کسان په غیر موجه ‌توګه په دغه نوملړ کې شامل شوي دي. لویه څارنوالي وايي چې تر لومړنیو څېړنو وروسته یې له دغه نوملړ څخه د یو زرو پنځو سوو کسانو نومونه ایستلي دي.

د لویې څارنوالۍ ویاند جمشید رسولي وايي: “له ۱۵سوه ډېرکسان چې په مخکې کلونو ممنوع الخروج اعلان شوي وو، د دوي نومونه له دې نوملړ څخه وويستل شول.”

د لویېڅارنوالۍ چارواکي وايي چې د افغانستان بانک، د کورنیو چارو او ماليې وزارتونو دغه کسان له کوم موجه دلیل پرته د ممنوع الخروج نوملړ ته ور زیات کړي وو. لویه څارنوالي زياتويچې لاهم د ممنوع الخروج په نوملړ کې زرګونه کسان شامل دي.

جمشېد رسولي زياتوي: “دا کسان له اړتيا پرته ممنوع الخروج اعلان شوي وو، خو ډېر نور کسان هم د ممنوع الخروج په ليست کې شته دي او د دوی په وړاندې دا چاره يوه اړتيا وه.”

د لویې څارنوالۍ مسولین وايي چې له دې وروسته به هېچا ته هم اجازه ورنکړي چې له موجه دلایلو پرته یو څوک ممنوع الخروج اعلان کړي. ویل کېږي د ممنوع الخروج کسانو په نوملړ کې د یو شمېر پخوانیو حکومتي چارواکو نومونه هم شامل دي. دا نه ده روښانه چې له دغه نوملړ څخه د ایستل شوو کسانو په ډله کې پخواني حکومتي چارواکي هم شامل دي او که نه؟
https://avapress.com/vdcjvaevvuqetvz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته