دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۸ اسد ۱۳۹۴ ساعت ۱۱:۱۱
د مطلب کود : 115511
جمهور رئیس غني د زمري د ۲۸ د افغانستان د خپلواکۍ د ۹۶ کلیزې په مناسبت د استقلال څلي ته د ګلو ګېډۍ کېښوده
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني، نن له غرمې مخکې د زمري د ۲۸ د افغانستان د خپلواکۍ د بیا ګټلو د ۹۶ کلیزې په مناسبت په هغو مراسمو کې ګډون وکړ چې د استقلال د څلي پر وړاندې ترسره شول.

جمهور رئیس غني په دغو مراسمو کې په داسې حال کې چې د ملي دفاع وزارت سرپرست محمد معصوم ستانکزي ورسره ملګرتیا کوله او د ملي اردو سرتیري د درناوي په دود په منظمو لیکو کې ولاړ و، او ملي سرود د بانډو د ټیم لخوا غږول کېده، د هېواد د استقلال د معرکې اتلانو، شهیدانو او غازیانو په ویاړ او هغوی ته د احترام لپاره د استقلال څلي ته د ګلو ګیډۍ کېښوده .

په دغو مراسمو کې د جمهور رئیس دویم مرستیال قانونپوه محمد سرور دانش، اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله، د افغانستان پخواني جمهور رئیس حامدکرزي، د اجرائیه ریاست لومړي مرستیال انجنیر محمد خان، د اصلاحاتو او ښې حکومتوالۍ په چارو کې د جمهور رئیس فوق العاده استازي احمدضیا مسعود، د سترې محکمې رئیس قانونپوه سید یوسف حلیم، د ولسي جرګې رئیس عبدالروف ابراهیمي، د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر، د مشرانو جرګې مرستیال، د کابینې، ملي شورا او سترې محکمې غړو، د عالمانو د سراسري شورا رئیس مولوي قیام الدین کشاف، په افغانستان کې د ناټو ځواکونو لوی قوماندان، د وسله وال پوځ ځینو جنرالانو او افسرانو او په کابل کې د بهرنیوهېوادونو یو شمېر سفیرانو او دیپلوماتانو ګډون کړی و.#
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcjvievvuqeviz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته