دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۱ حمل ۱۳۹۳ ساعت ۱۵:۳۰
د مطلب کود : 88691
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د پاکستان سفیر احضار کړ
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د پاکستان له خوا د افغانستان پرسرحدي امنیتي پوستو د حملو د ډېرېدو په غبرګون کې د نوموړي هېواد سفیردې وزارت ته وروغوښت.
د بهرنیو چارو وزارت ویاند شکیب مستغني نن وویل چې؛ دا اقدام د افغانستان د ملي امنیت د شورا له لارښوونې سره سم شوی.
د افغانستان د ملي امنیت شورا د یکشنبې په ورځ د بهرنیو چارو وزارت ته دنده وسپارله چې؛ پر سرحدي پوستو د حملو د زیاتېدو په غبرګون کې د دې هیواد اعتراض پاکستانیو چارواکو ته ورسوي.
په همدې حال کې د افغانستان د سرحدي پولیسو عمومي قومندان هم وایي چې؛ د پاکستان له خاورې د افغانستان په سرحدي پوستو حملې زیاتې شوي دي.
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcjvmeo.uqeohz,bfu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته