دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۲ سنبله ۱۳۹۴ ساعت ۱۱:۵۹
د مطلب کود : 116312
۳۲۵ کیلو ګرامه نشه یی توکي کشف اوضبط شول
دننګرهار ولایت دامنیه قوماندانی اړوند دنشه یی توکو پر وړاندی دمبارزی مدیریت کارمندانو تیره ورځ د بهسودو ولسوالی اړوند دثمرخیلو په ساحه کی په یو عراده موټر کی (۳۲۵)کیلو ګرامه اومه چرس چه په ډیر مهارت سره یی په یاد موټرکی ځای پرځای کړی واو غوښتل یی چه دبغلان ولایت څخه یی دننګرهار غنی خیلو ولسوالی ته ولیږدوی کشف او ترلاسه کړی په تور یی څلور تنه نیول شوی ، چه په یاد مدیریت کی دپوښتو او ګرویګنو لاندی دی .

همدارنګه دیاد مدیریت کارمندانو تیره ورځ هم په یو عراده کرولا موټرکی دبهسودو ولسوالی دثمر خیلو په ساحه کی شل کیلو ګرامه چرس ، او دوه ورځی وړاندی یی په یو عراده ډاډ سن موټر کی دری اتیا کیلو ګرامه تریاک ترلاسه کړی ، چه په تور یی نیول شوی کسان اړونده عدلی او قضایی ادارو ته سپارل شوی.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcjvmev8uqevtz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته