دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۸ جدی ۱۳۹۵ ساعت ۰۷:۵۴
د مطلب کود : 136716
راتلونکې مياشت د پارلماني ټاکنو مهالوېش اعلانېږي
د ټاکنو خپلواک کمیسیون به راتلونکې میاشت د پارلماني ټاکنو مهال وېش اعلان کړي.
د آوافغان غږ خبری آژانس آژانس د خبر له مخی : د ټاکنو د خپلواک کمیسیون کمېشنران وايي چې د دارالانشا د پوست له پاره یې درې کسان ولسمشر ته معرفي کړي دي.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون زیاتوي چې په پخوانیو تګلارو او کړنلارو یې غور کړی او ډېر ژر به د رایېورکوونکو نوملړ هم معلوم کړي. د ټاکنو د خپلواک کمیسیون مسولین وايي که حکومت او نړیواله ټولنه له دوی سره همکاري ونه کړي، په راتلونکي کال کې به هم پارلماني ټاکنې ونه شي.

د ټاکنو د خپلواک کمیسیون مسولین وايي چې په خپلو اتیا کاري ورځو کې یې په پخوانیو تګلارو او کړنلارو غور کړی او د رایو مرکزونه یې متوازن کړي دي او ډير ژر به د رایو د وېشل شوو، ۲۱میلیونو کارتونو د چلښت او یا هم باطلولو په هکله خپله پرېکړه وکړي او د پارلماني ټاکنو مهال وېش په روښانه کړي.

د ټاکنو د خپلواک کمیسیون کمېشنررفیع الله بیدار وايي: “موږ اراده لرو چې په راتلونکو ورځو کې ولسمشر ته د رايه ورکوونکو د مرکزونو د فهرست په اړه يوه جامع طرحه وړاندې کړو او تر يوې مياشتې به د ټاکنو مهالوېش هم اعلان کړو.”

په همدې حال کې د ټاکنوخپلواک کمیسیون وايي که نړیوله ټولنه د دوی ملاتړ ونه کړي، په راتلونکي کال کې هم د پارلماني ټاکنو د ترسره کولو امکان نشته.

رفیع الله بیدار زیاتوي: “موږ د دارالانشاء پوست له پاره ولسمشر ته د درې تنو نومونه لېږلي دي چې يو مهم او اجرا کوونکی پوست دی چې د دوی له ډلې به ډېر ژر د ولسمشر له لوري يو تن وټاکل شي.”

په همدې وخت کې د ټاکنو څارونکي بنسټونه د ټاکنو په خپلواکو کمیسیونونو نیوکه کوي چې کارونه یې ډېر په ځنډ او کراره روان دي.

د افغانستان د رڼو ټاکنو د بنسټ ویاندهصغرا سادات وايي: “د ټاکنو کميسيونونه بايد يوې لويې ازموينې ته ځانونه تيار کړي او خپل کارونه په اغېزمنه توګه همغږي کړي.”

د قانون له مخې باید پارلماني ټاکنې د ۱۳۹۴کال په پسرلي ترسره شوې وای، خو د بېلابېلو دلایلو له کبله وځنډېدې.

که څه هم د قانون له مخې د ولسي جرګې د غړو کاري موده پای ته رسېدلې، خو د ولسمشر د ځانګړي فرمان له مخې نږدې یو نیم کال کېږي چې خپلو چارو ته دوام ورکوي.
https://avapress.com/vdcjvmevmuqetaz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته