دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۳ اسد ۱۳۹۳ ساعت ۱۳:۵۰
د مطلب کود : 96331
د حکمتیار اسلامي حزب د افغانستان په نوي حکومت کې د رول په اړه خبرې پیل کړي
تاند- راپورونه وايي چې د افغانستان د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار د افغانستان په راتلونکي حکومت کې د ګډون او یا همکارۍ د احتمال په اړه له اشرف غني احمدزي او عبدالله عبدالله سره خبرې پیل کړي دي.
له ښاغلیو غني او عبدالله سره د حکمتیار په استازیتوب د حزب د سیاسي چارو مشر غیرت بهیر خبرې کړي دي.
پاکستاني ورځپاڼې ایکسپریس تریبیون د اسلامي حزب د مشرانو په قول ویلي چې دوی تراوسه پوري کومې موافقې ته نه دي رسېدلي خو خپل شرایط او لیکونه یې تبادله کړي دي.
د حزب یوه مشر، چې غوښتل یې نوم یې وانخیستل شي، ویلي چې نورې خبرې به روانه میاشت په کابل کې دوام وکړي.
ایکسپریس تریبیون ورځپاڼه وايي، کله چې له دغه مشره وغوښتل شول چې حزب څه شرطونه لري، نو هغه وویل چې حزب اسلامي له افغانستانه د بهرنیو پوځیانو د وتلو غوښتونکی دی، د افغانستان نوی ولسمشر دې له امریکا سره امنیتي موافقه نه لاسلیکوي او اسلامي نظام دې واکمن شي.
د ایکسپریس تریبیون له راپور سره سم حزب اسلامي یوه مشر وویل چې حزب د افغانستان په راتلونکي حکومت کې د فعال رول د لرلو په برخه کې له اشرف غني احمدزي سره تر یوه حده تفاهم ته رسېدلی دی.
د ورځپاڼې په باور د افغانستان له نوي حکومت سره د حزب اسلامي همکاري به طالبان نور هم منزوي کړي.
د حکمتیار د اسلامي حزب مرستیال قطب الدین هلال د ولسمشرۍ د انتخاباتو په دوهم پړاو کې د اشرف غني احمدزي ملاتړ وکړ.
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcjvteh.uqemtz,bfu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته