دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۶ جوزا ۱۳۹۴ ساعت ۰۹:۳۷
د مطلب کود : 113117
د حکومت او اولس ترمنځ شته فاصلې به لمنځه وړو
غه ټکی د میدان وردګو والي ښاغلي حیات الله حیات د دغه ولایت د ولایتي شورا غړو سره نن ( دوشنبه ) په لیدنه کې چې په ولایت مقام کې برابره شوې وه، وکړه.
د میدان وردګو ولایتي شورا غړو د خپلو خبرو په ترڅ کې د دغه ولایت نوي والي ته د مبارکۍ ترڅنګ په بېلابېلو برخو کې د همکارۍ ډاډ ورکړ.
دوی همدا راز د دغه لیدنې په ترڅ کې یو شمېر وړاندیزونه هم وکړل .
د میدان وردګو والي ښاغلي حیات الله حیات د خپلو خبرو په ترڅ کې ژمنه وکړه،چې په پوره توان سره به په ټولو برخو کې هلې ځلي وکړو،ترڅو د اولس او حکومت ترمنځ فاصلې راکمې کړو.
نوموړی زیاته کړه،همدا راز به د حکومتدارۍ چارې ولسوالیو او قریو ته وغځو او په همدې حال کې به د حکومت له اوسنیو کمو امکاناتو څخه هڅه وکړو،چې ډېره ګټه او پر ځای چارې پرې ترسره کړو.
ده د ولایتي شورا غړو ته وویل پلان لري،چې به هره برخه کې اوږد او لنډ مهالې پلانونه جوړ کړي ،چې په ترڅ کې په ښه توګه د هرې ادارې،مدني ټولنو،ولایتي شورا،قومي مشرانو او نورو دندې روښانه شي .
د میدان وردګو والي امنیت د دې ولایت لپاره اړین کار وباله او په دغه برخه کې د زیاتو هلو ځلو ډاډ ورکړ.
خو نوموړی په یادو چارو کې د ولایتي شورا د پوره همکارۍ غوښتنه وکړه.
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcjvtevauqevvz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته