دخپریدو نیټه :شنبه ۳۰ جوزا ۱۳۹۴ ساعت ۱۲:۰۲
د مطلب کود : 113315
جمهور رئیس غني د سردار محمد داوود خان په روغتون کې د امنیتي ځواکونو د ټپیانو د احوال پوښتنه وکړه

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني د روژې د مبارکې میاشتې د را رسېدو په مناسبت تېره شپه د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو د هغو ټپیانو د احوال پوښتنه وکړه چې اوس مهال د سردار محمد داوود خان په روغتون کې بستر دي.
جمهور رئیس غني په داسې حال کې چې د ملي اردو لوی درستیز هم ورسره ملګرو، د ټپیانو د روغتیایي حالت پوښتنه وکړه او د لوی خدای له دربار څخه یې هغوی ته د بشپړې روغتیا هیله وکړه.
د جمهور رئیس محمد اشرف غني لخوا د ناروغانو د روغتیایي حالت د څرنګوالي د پوښتنې په جریان کې د ملي دفاع وزارت د صحیې قوماندان پوهندوی ډاکټر عبدالرزاق سیاووش په بېلابېلو برخو د هغې له جملې څخه د تشکیلاتو او د درملو او د طبي وسایلو د کمښت په برخوکې د دغه روغتون ستونزې بیان کړې.
ده همدا راز څرګنده کړه چې یو ۵۰ بستریز روغتون د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو د کورنیو د غړو د درملنې په موخه د سردراد محمد داوود خان د روغتون د ډاکترانو او پرسونل په مرسته د دغه روغتون په محوطه کې جوړ شوی چې تر راتلونکو دوه اوونیو پورې به ګټې اخستنې ته وسپارل شي.
د هېواد جمهور رئیس د سردار محمد داوود خان په روغتون کې د مثبتو بدلونونو رامنځته کېدل وستایل او د دې په ترڅ کې چې مسوولو چارواکو اومعالجو ډاکترانو ته یې لارښوونه وکړه چې د ټپیانو په درملنه او له هغوی څخه د جدي څارنې لپاره له هیڅ ډول هڅې او هاند څخه ډډه ونه کړي، وویل چې د دغه روغتون د ستونزو د حل لپاره به لازم اقدامات ترسره شي .

سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcjvteviuqevtz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته