دخپریدو نیټه :دوشنبه ۸ سرطان ۱۳۹۴ ساعت ۰۹:۵۸
د مطلب کود : 113711

د ځمکو ویش د مستحقینو اړتیا نه شي پوره کولای، دولت دې باید د نوې طرحې له لارې دوی ته جوړکورونه یا اپارتمانونه ورکړي.
د اجرائیه ریاست لومړي مرستیال او دولتي مامورینو، ښوونکيو اوراستانه شویو ګډوالو ته د ځمکو د ویش اود دولتي ښارګوټو د څرنګوالي او په دې اړه د شته ستونزو د لمنځه وړلوپه خاطرد جوړشوي کمیسیون مشرښاغلي انجینیر محمدخان چې د ۱۳ وزارتونو اوخپلواکو ادارو مشرانوپه کې ګډون کړی ؤ وکړې.
د کمیسیون په ننۍ غونډه کې د کمسیون مشر انجینیر محمدخان او ټولو ګډون والوپه دې خبره ټینګار کاوه چې د دولتي ځمکو د ویش پروسه تخنیکي او د شفافیت په لحاظ ګڼې ستونزې لرې اوباید پدې اړه د شته پالیسۍ پرجوړښت له سره غور وشي.
په یاد کمیسیون کې د ښار جوړولو وزیر سید منصورسادات نادري وویل چې د ښارجوړونې وزارت ددولتي ښارګوټو د کیفیت د لوړولو په خاطر په پام کې لري چې د یوشمیر هیوادونو د کامیابه پروژو د پلانونو څخه ګټه پورته کړي ترڅو د ښارګوټو د کیفیت په لوړولو سره عامه هیوادوال دې اړخ ته وهڅوي.
د کمیسیون د ګډون والو لخوا د ځمکو دغضب په اړه دهغوی داندیښنو په ځواب کې د اجرائیه ریاست لومړي مرستیال اود یاد کمیسیون مشر وویل چې له بده مرغه یوشمیر زور واکانو لخوا ددولتي ځمکو غضب په یو کرغیړن دود بدل شوی چې د مخنیوي لپاره يې باید قاطع تصمیمونه ونیول شي او غاصبین يې په سختو سزاو
محکوم شي.
د چاپیریال ساتنې د ا دارې استازي ملکیار اندیښنه ښکاره کړه چې ددوی اداره د ښارګوټو او د پرمختګ مخالف نه دی بلکې کوم ښارګوټي چې جوړشوي قانوني اود ښار جوړونې د پلان سره سم نه دی او که د ناقانونه ښارګوټو او په کرهڼیزو ځمکو کې د ابادۍ مخنیوی ونه شي نو چاپیریال به ښاریانوته ګڼې ستونزې رامنځ ته کړي .
په دغه غونډه کې د ملي دفاع وزارت استازي جنرال همایون فوزي وویل: د جمهور رئیس د فرمان له مخې په یوه منظم پلان کار کوي چې د دفاع وزارت، کورنیو چارو وزارت او د ملي امنیت ریاست کار کوونکو ته هر کال په سلګونه اپارتمانونه وویشل شي .
دده په وینا دغه پلان دوی چمتو کړی دی او د توشیح لپاره جمهوري ریاست ته استول شوی چې په لاسلیک سره به د دغه پلان عملي چارې پیل شي.
په ياد کمېسيون کې د کار او ټولنيزو چارو وزيرې داکتر نسرین اوریاخیل د دولتي مامورينود ځمکو د وېش د څرنګوالي په اړه خبرې وکړې او ويې ويل چې، د ځمکې د نمرو د افقي بڼې پر ځای بايد له عمودي توګه جوړښت څخه ګټه واخېستل شي ترڅود کرهڼيزو ځمکو د لاندې کېدو مخنيوی وشي.
یاد کمیسیون چې د اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله په لارښوونه د چنګاښ د میاشتې په لومړۍ نېټه د وزیرانو په شوراکې د انجینیر محمدخان ترمشرۍ لاندې جوړشوی د کورنیو چارووزارت ، د فاع وزارت ، ملي امنیت ،ښارجوړولو وزارت، مالیې وزارت، د پوهنې وزرات د کرهڼې وزارت، د کډوالو اوبیرته راستنیدونکيو وزارت، دکارټولنیزوشهیدانو او معلولینو وزارت، د کارتوګرافۍ خپلواکه اداره ، دسیمه ایزو ارګانونو خپلواکه ادارې، د پانګه ونې څخه دملاتړادارې اود چاپریال ساتنې دملي ادارو ګډون کړی ؤ.
د یا دونې وړده چې یاد کمیسیون خپله ننۍ مقدماتي غونډه ترسره کړه او ټاکل شوې ده چې په راتلونکې اونۍ کې په دې اړه له تخنیکي او حقوقي بحث وروسته دوزیرانو شورا ته خپل ریپوټ وړاندې کړي .

سرچينه : دصدای افغان خبری اژآنس(اوا)
https://avapress.com/vdcjvtevvuqevaz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته