دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۳ ثور ۱۳۹۳ ساعت ۱۰:۲۴
د مطلب کود : 90111
په کونړ ولایت کې ډرون الوتکې دوه طالب قومندانان ووژل
د طالبانو دوه قوماندانان په کونړ کې ووژل شول. د کونړ امنیه قوماندان مل پاسوال عبدالحبیب سیدخیل ازادي راډيو ته وویل چې؛ مولوي غلام اله مشهور په عماد چې د پاکستاني طالبانو قوماندان و او مولوي زرقاوي چې دی هم د پاکستان و او د ماین جوړولو متخصص و؛ د بې پيلوټه الوتکو په برید کې د ناړۍ ولسوالي د "ساو" په سیمه کې پرون ماسپښین ووژل شول.
په کونړ کې د بې پيلوټه الوتکو بریدونه تر پخوا ډیر شوې دي او نژدې دوې اونۍ مخکې د دې ولایت په شیګل ولسوالۍ کې د دغو الوتکو په برید کې د کونړ لپاره د طالبانو نومول شوی والي؛ نور قاسم حیدري له خپلو څو ملګرو سره وژل شوی وو.
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcjvveh.uqeyvz,bfu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته