دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۹ میزان ۱۳۹۶ ساعت ۰۵:۴۷
د مطلب کود : 151214
پاکستان د طالبانو او داعش د اتحاد په لټه!

 

 

په دی ورځو کی دوه خبرونه د نورو اخبارو د افغانستان په قضیه کی د خلګو توجه ځانته جلبوی. لمړۍ خبره د قندهار پولیسو قوماندی جنرال عبدالرازق اظهاراتو پوری اړه لری چی پاکستان دولت د افغانستان دولت او افغانستان خلګو په وړاندی خصمانه او خطرناک استراتژی په اړه دی.

جنرال عبدالرازق؛ د قندهار پولیسو قومانده ویلی دی چی پاکستان هڅه کوی چی طالبان او داعش کسان په افغانستان کی سره متحده کړی.

ښاغلی رازق وویل چی څو ورځی مخکی ملا هبت الله؛ د طالبانو رهبر د هلمند ولایت موسی قلعه ولسوالی ته راغلی وو او د طالبانو کسانو ته ویلی چی د داعش کسانو سره یوځای د افغانستان دولت په وړاندی وجنګیږی.

جنرال رازق، مدعس سوی دی چی ټول تروریستی ډلی د طالبانو او القاعده په شان د پاکستان جوړ دی او د هغه په وینا دا هیواد اوس غواړی ټول ډلی متحد کړی او د هغوی فعالیتونه د افغانستان دولت په وړاندی سره هماهنګ کړی.

هغه وویل چی اوس د آسیا القاعده رهبری یو کس د عاصم عمر پنجابی په نامه په غاړه لری چی د طالبانو حاکمیت په وخت کی ددی ډلی ترڅنګ په افغانستان کی جنګیدل.

دوهم خبر د افغانستان بحران حل په اړه څو اړخیزه ناسته د امریکا او چین په مشری دی.

د ګزارشونو په اساس قرار دی په نږدی ورځو کی د افغانستان او پاکستان او چین او امریکا ترمنځ څلور اړخیزه ناسته د مخکنۍ څلور اړخیزی ناستی په ادامه کی جوړ سی. قادرشاه؛ ملی امنیت شورا ویاند د آشنا رادیو سره په خبرو کی وویل: د مخکنې سولی څلور اړخیزی ناستی په ادامه کی ناسته د میلادی کال نیمه جاری میاشت کی، د عمان پایتخت مسقط کی جوړیږی.

د هغه په وینا، په دی څلور اړخیزی ناسته کی، افغانستان او پاکستان چارواکی خبری اتری کوی او چینایی او امریکایی چارواکی نظارتی نقش لری.

ملی امنیت شورا ویاند وایی: د افغانستان له لوری لوړ پوړۍ هیآت د افغانستان له لوری د سولی عالی شورا چارواکو په حضور به ګډون وکړی.

هغه زیاته کړه: مشخص مقاصد تعقیب کیږی، مقاصدو ته رسیدو لپاره راهکارو باندی بحث کیږی او همدا ډول د سولی خبرو اترو رامنځته کیدو میکانیزم په اړه بحث کیږی او زموږ هیله دادی چی دا ډول خبری اتری یا مذاکرات یو مثبت پایله ولری. د پوهانو په باور، دا دوه خبری یو بل سره بی اړیکې نه سی پاته کیدلای. پوهان په دی باور دی چی اسلام آباد سران په دی هڅه دی چی ترڅو خپل اقدامات د جنګ او دیپلماسی ډګر کی په هماهنګ توګه مخته یوسی؛ نو د همدی لپاره له یو اړخه عملی او فیزیکی او هم فکری اقداماتو سره، په نظر کی لری ترڅو د افغانستان دولت او خلګو په وړاندی نوی پلان مخته یوسی ترڅو داعش او طالبان قانع کړی ترڅو په هماهنګ توګه د افغانستان دولت او ملت په وړاندی، جنګ ته وارد سی.

خو له بلی خوا دیپلماسی ډګر هم د یاده نه دی ایستلی او هڅه لری ترڅو څو اړخیزی ناستو کی په ګډون کولو سره په افغانستان کی د سولی برقرارولو اصطلاع په مقصد، فعال ګډون ولری؛ لکه څنګه چی په دی ناستو کی چی یاد مقصد سره افغانستان لپاره جوړ سوی دی، پاکستان هر وخت فعال ګډون درلودلی دی.

له بل لوری او د ډیرو پوهانو په باور، پاکستانی سران په ښه توګه د یاد ناستو رامنځته کونی سیاسی اهدافو سره پوه دی او پوهیږی چی افغانستان دولت نمایندګانو ماسیوا، نور ګډون کوونکی لری په دی ناستو کی، هر یو خپل خاص مقاصدو او خپل دولتونو ګټو په اساس په دی ناستو کی حضور پیدا کړی دی او د هغوی لپاره افغانستان او افغانستان دولت او ملت او اوضاع کوم ارزښت نه لری.

نو د همدی لپاره، پاکستانی سرانو ته دا ارزښت نه لری چی نور ګډون کوونکی د هغوی په اړه څه فکر کوی او یا کوم تورونه دهغوی پر دولت باندی لګوی نو د همدی لپاره دی چی پاکستانیان هیڅ وخت خپل وعدو باندی چی نورو بالخوص افغان سرانو ته ورکوی، نه دی ولاړ؛ ځکه چی پوهیږی نور هم لکه ددی ناستو مشر چی نظارت کوونکی نوم یی پرځان ایښی دی هم هیڅ انسانی-اخلاقی تعهداتو باندی پایبند نه دی او یواځی څه چی هغه باندی اعتنا کوی، د هغوی تعریف سوی ګټی د هیوادونو او دولتونو په وړاندی دی.

پوهان په دی باور دی چی دا یواځی پاکستان نه دی چی په افغانستان کی د جنګ اوږدیدو طرفدار دی؛ بلکه نور دولتونه هم ددی هیواد په قضیه کی په افغانستان کی سولی او ثبات او امنیت برقراره کیدو ته راضی او قانع نه دی او داسی څه خپل په زیان بولی او د همدی لپاره دی چی د امریکا دولت نوی استراتژی کی هم په افغانستان کی جنګ ادامه، لمړۍ او آخر خبره وهی؛ بیله دی چی ددی هیواد ګټو او دغدغو او حتی افغانستان ولسمشر خبرو ته توجه وکړی؛ ځکه چی د ځینو شواهدو په اساس، ولسمشر اشرف غنی د طالبانو سره د جنګ طرفداره نه دی.

د هغه څه په اساس چی وویل سو، داسی په نظر رسیږی او ډیر شواهد هم تائیدوی چی امریکایان هم پاکستانیانو په شان په افغانستان کی داعش څخه ملاتړ ته خاص توجه لری او په دی برخه کی اسلام آباد او واشنګتن ترمنځ سخت رقابت شتون لری؛ ترڅو هر یو مخکی د یو بل څخه، دا تروریستی ډله خپل مقاصدو لپاره په دنده وګماری او د هغوی په وسیله جنګ په افغانستان او په ټوله سیمه کی، باقی او پاته کړی.

https://avapress.com/vdcjvvevxuqei8z.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته