دخپریدو نیټه :دوشنبه ۴ دلو ۱۳۹۵ ساعت ۱۰:۴۶
د مطلب کود : 137049
ترامپ او د افغانستان د خلګو د زړه غوښتني!
دونالد ترامپ د امریکا نوی ولس مشر په خپل لومړی خبرو کی د تروریزم سره د جدی مبارزی لپاره خبری وکړی، داسی خبری د انتخاباتو په جریان کی هم د ښاغلی ترامپ د خولی څخه اوریدل سوی دی. خو داسی ګمان نه کیدی چی ترامپ د قدرت پر څوکۍ کښینی دا ډیر جدی ونه نیول سو.

د ښاغلی ترامپ خبری د ریاست جمهوری پر مسند باندی د کښینستلو وروسته د ډیرو عکس العملونو سره مخ سو، ځینی د داعش تروریستی ډلی په شان د هغه خبری جدی ونیولی، دداسی تصمیم په نیونی سره هغه ته هشدار ورکړ، ځینی هم وویل چی داخبری د امریکا د قدرت د نهادونو د مجموعی څخه سرچینه نه دی اخیستي. هر خبره چی کیږی د دریم نړی یا مشخصآ د افغانستان په شان نه دی چی رییس جمهور دومره ساده وی چی د مکتب د محصلانو تصمیم هم ونیسی او یا هم د کالو رنګ انتخاب کړی! د امریکا په شان هیوادونو کی داسی سیستم حکومت کوی، یعنی اصلی تصمیم نیوونکی د قدرت نهادونو مجموعه دی چی په سیستماتیک ډول سره د امریکا سیاست تشکیلوی.

په هر ډول چی وی د ښاغلی ترامپ خبری ډیری خوش بینۍ د افغانانو په منځ کی رامنځته کړی دی. د افغانستان ځینی تحلیلوونکی ویلی دی چی د ښاغلی ترامپ مقصد، د طالبانو او داعش سره مبارزه دی، ځکه؛ طالبان او داعش په دوو آخرو کلو کی په افغانستان کی نوی ژوند پیدا کړی دی او د افغانستان حکومت لپاره نوی مشکلات منځته راوړی دی. ترامپ هم ددی ډلو کړنو ته په کتو سره داسی خبری پر ژبه جاری کړی دی تر څو د زړه قوت و افغانستانیانو ته وی او یو هیله و امریکا مرستو ته ولری.

په آخرو ورځو کی ډیر وویل سو چی امریکا د افغانستان سره امنیتی پیمان امضا کړی دی، که د امریکا ولس مشر دی پیمان سره متعهد وی باید د افغانستان سره مرسته وکړی چی په افغانستان کی ثبات او امنیت حاکم سی. د هغه د جملی څخه داچی پاکستان نور هم د امریکا حکومت د سیاسی او اقتصادی فشارونو لاندی راسی تر څو دا هیواد خپل سیاست د ګاونډیانو په وړاندی بالخصوص د افغانستان په وړاندی تغیر ورکړی.

که ددی هیلو مجموعه پوره سی نو د افغانستان دخلګو ډیر مشکلات به حل سی، حتمآ د ښاغلی ترامپ څخه د سولی او ثبات د راوستلو لپاره به مننه وکړی! خو خلګ او تحلیل کوونکی یو اساسی نکته له یاده باسی هغه داچی د امریکا رئیس جمهور د امریکا د ګټو د حفظ او حراست لپاره انتخابیږی؛ یعنی ځینی انتخابونه د امریکا د سرانو تر نظر لاندی نیول کیږی ترڅو د امریکا ګټی په نړی کی وساتی. ښاغلی ترامپ نوی سپین کاخ ته لاره پیدا کړی دی او کیدلای سی ډیر هیلی په سر کی ولری، د هغه جملی څخه جدی مبارزه د تروریزم سره. خو پوښتنه دادی چی که د امریکا د رییس جمهور ټوله همت د امریکا د ګټو د لاسته راوړل لپاره وبولو او د امریکا ګټی هم د تروریزم سره مبارزه قبول کړی په دی صورت کی بیله شکه ترامپ به خپلو وعدو ته عمل وکړی او د تروریزم سره جدی مبارزه به په لاس کی ونیسی.

خو که د امریکا ګټی په دی کی وی چی ځینی منطقی په نړی کی ناامنه وی په دی صورت کی څنګه انتظار درلودلای سو چی دونالد ترامپ خپلو وعدو ته عمل وکړی؟

دا پوښتنه ددی لوری څخه مطرح کیږی کیږی چی په تیروختو کی هم همداسی وو چی د امریکا ګټی په دی کی وو او د امریکا حکومت نه یواځی داچی تروریزم له منځه نه یوړل بلکه د هغه سره مرسته کړی ترڅو نور حکومتونه تر تهدید لاندی قرار ورکړی تر څو د تروریزم تر دایمی تهدیدو لاندی د امریکا ګټی وساتل سی.نن سوریه د نړی تر توجه لاندی قرار لری، دا پوښتنه پیدا کیږی چی د نړی د لویو قدرتونو لکه امریکا د مخالفت په شتون دا امکان درلودی چی داعش او نور تروریستی ډلی په سوریه کی رامنځته سی او خپل حیات ته ادامه ورکړی او نن ټول میانه آسیا د مشکل سره مخامخ کړی؟

بیله شکه ټوله پوهیږی چی د خلیج فارس عرب هیوادونه قصدا د داعش او نورو تروریستی ډلو د ملاتړو څڅه په سوریه کی دی. که امریکا حکومت خپل منطقه ای پیمان وړونکی لکه عربستان سعودی تر فشار لاندی راوړی وای او ځینی سیاسی محدودیتونه پر هغه هیواد باندی وضع کړی وای، د تروریزم لمن به محدودیدۍ  او د سوریی بحران پراخ لمن نه پیداکوی. طبیعی خبره دی چی د خاورمیانی بحرانو ریشی د نړی په لولو قدرتونو لکه امریکا پوری اړه لری یا په بله وینا د امریکا ګتی دی چی ددی سبب سوی دی داعش په منطقه کی داسی کړنی ترسره کړی او منطقه د خطر سره مخامخ کړی.

نو دهمدی لپاره کولای سو داسی نتیجه واخلو: لومړی داچی باید د ښاغلی ترامپ په شعارونو باندی زړه نه سو ښه کولای ځکه چی تر څو چی دا شعارونه عمل حد ته رسیږی ډیر وخت ته اړتیا لری. دوهم داچی تروریستان تر فشار لاندی راوستل د امریکا په ګټو پوری اړه لری. که د امریکا په ګټه وی نو قطعآ تروریستی ډلی به د نابودی سره مخامخ سی که نه نو دهغه بغیره موږ او زموږ په شان به د امریکا د ګټو قربانی سو، تردی وخته چی همداسی وو.

د لیکونکی ګمان په دی کی دی چی د افغانستان په داخل کی د سولی او ثبات اساسی مولفه د شکل نیولو په حال کی دی. که د افغانستان د حکومت سران دی پوهی ته رسیدلی وی، بیله شکه به په افغانستان کی سوله رامنځته سی، په دی منځ کی خارجیان یواځی کولای سی د سولی په روند کی مرسته وکړی. خو تر هغه چی دا پوهه رامنځته نه سی، خارجی هیوادونو ته لاس اوږدول د هغه بی ځایه کارونو څخه دی چی ترسره به سی.
https://avapress.com/vdcjxaevhuqetyz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته