دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۰ دلو ۱۳۹۵ ساعت ۱۱:۳۳
د مطلب کود : 137841
روسیه ددی لپاره آماده دی چی افغانستان ته  ډیره  نظامی تجهیزات ورکړی
سرګی لاوروف د روسیی خارجه وزیر او صلاح الدین ربانی د هیواد خارجه وزیر نن په یو خبری ناسته کی په مسکو کی، ټینګار وکړ چی دواړه هیوادونه باید د تروریزم سره په مبارزه کی سره مرسته وکړی.
د افغان غږ خبری آژانس په خبرګزاری سره، د آسیا نیوز څخه په نقل سره، د روسیی خارجه وزیر وویل: د تروریزم په وړاندی مرسته د افغانستان سره د ارزښت وړ دی او له همدی لوری د روسیی او افغانستان په خبرو کی مهم خبری امنیتی او ضد تروریستی مرستی پراختیا وو.
سرګی لاوروف په دی بیان سره چی د افغانستان ځواک سره مرسته د روسیی لپاره مهم بلل کیږی، وویل: روسیه کلونه کلونه دی چی د کابل او مسکو د توافقو په اساس، د افغانستان سره نظامی او فنی مرستی کوی، او اوس هم روسیه ددی لپاره آماده دی چی د افغانستان سره په نظامی برخه کی ډیره مرسته وکړی.
هغه هیله والی وښوده چی د افغانستان نظامی ځواک وتوانیږی ډیر تقویت سی تر څو د هراس افګنانو سره په مبارزه کی ډیره بریالی توبونه ترلاسه کړی.
د روسیی خارجی وزیر همدارنګه ټینګار وکړ:امکان لری چی مسکو د سوریی په شان د آمریکا سره په افغانستان کی توافق ته ورسیږی.
ددی نه مخکی هم د روسیی خارجه وزیر اعلان کړی وو چی مسکو د افغانستان امنیتی اوضاع د نږدی څخه تر نظر لاندی لری او د مسلح مخالفو ډلو فعالیتونو د ډیرښت څخه په اندیښنه کی دی  او ډیره اندیښنه هم د داعش تروریستی ډلی څخه دی.
سرګی لاوریوف د شانګهای سازمان او روسیی اړیکی ته په اشاری سره وویل: دی ته په کتو سره چی افغانستان د شانګهای سازمان یو برحاله غړی دی، ددی سازمان ضد تروریستی ساختار هم همدارنګه خپل ملاتړ ته د افغانستان سره ادامه ورکوی.
له بلی برخی سرګی لاوروف اعلان کړ: کوم مانع د افغانستان د غړیتوب لپاره د شانګهای په سازمان کی نسته او روسیه ددی څخه چی افغانستان وکولای سی د شانګهای سازمان دائمی غړی وی استقبال کوی.
صلاح الدین ربانی د هیواد خارجه وزیر د روسیی د مرستو څخه په قدردانی سره، د سرګی لاوروف څخه غوښتنه وکړه چی افغانستان ته سفر وکړی.
صلاح الدین ربانی د مسکو او کابل اړیکو پراختیا هم مهم وبلل او وویل د روسیی نقش د تروریسم سره دمبارزی په پراختیا کی کولای سی د افغانستان لپاره ډیره موثره وی.
https://avapress.com/vdcjxaevvuqetoz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته