دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۰ سنبله ۱۳۹۶ ساعت ۱۱:۵۱
د مطلب کود : 149640
د سېپټبر د ۱۱مې له پېښې ۱۶ کاله تېر شول

نن د ۲۰۱۷ میلادي کال د سېپټبر ۱۱مه ده او د امریکا متحده ایالتونو په نیویارک ښار کې د نړیوالې سوداګرۍ سازمان په مرکز ۱۶ کاله مخکې په همدې ورځ تروریستي حمله شوې وه.
د دغې حملې په نتیجه کې چې د القاعده شبکې له خوا د دوو الوتکو په استفاده د نړیوالې سوداګرۍ لوړپوړیزې ودانۍ ونړول شوې نېږدې درې زره کسان ووژل شول او څه باندې شپږ زره کسان یې ټپيان کړل.

القاعده شبکه چې هغه وخت یې مشري اسامه بن لادن په غاړه درلوده د دغو حملو مسؤله وبلله شوه.

د القاعده شبکې مشرتابه او جنګیالي هغه وخت په افغانستان کې مېشت ول.

په امریکا کې تر دې حملې وروسته متحده ایالتونو په افغانستان کې د القاعده شبکې د له منځه وړلو او د وسله والو طالبانو د رژيم د پرځولو لپاره پوځي عملیات پیل کړل او تر ننه پورې په دغه هېواد کې دا پیل شوې جګړه روانه ده.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcjxhevyuqexmz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته