دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۶ حمل ۱۳۹۳ ساعت ۱۰:۲۲
د مطلب کود : 89564
د ناټو پر اکمالاتي کاروان بريد، ٢ کسان ووژل
نامعلومو وسله والو د تورخم_ پېښور پر لويه لار د ناټو پر اکمالاتي کاروان راکټي بريد کړى، چې په ترڅ کې يې لږ تر لږه ٢ کسان وژلي او دوه نور ټپيان کړي دي.
د خيبر ايجنسۍ د امنيتي چارواکيو په وينا، وسله والو د دوشنې په ورځ مازيګر د تورخم _ پېښور پر لويه لار د خيبر ايجنسۍ په سور کمر او علي مسجد نومي سيمو کې په افغانستان کې د مېشتو بهرنيو ځواکونو پر اکمالاتي کاروان راکټي بريدونه کړي، چې په ترڅ کې يې د کاروان ډېرى موټرو اور اخيستى او مرګ ژوبله يې اړولې ده.
يوې باخبرې ځايي سرچنيې چې نه يې غوښتل نوم و غږ يې خپور شي، ازادي راډيو ته وويل، وسله والو د دوشنبې په ورځ د ناټو پر اکمالاتي کاروان د خيبر ايجنسۍ په دوو بېلابېلو سيمو کې هغه مهال ډله ييز وسله وال بريدونه وکړل، چې دا کاروان له سيمې څخه د تېرېدو په حال کې و.

يوه ځايي خبريال اميرزاده خان، چې پېښه يې له نزدې څارلې له ازادي راډيو سره په خبرو کې وويل:
" د جمرود تحصيل په سور کمر علاقه کې په درې کانټينرونو باندې حمله شوې وه، چې پکې دوه ډريوران او يو خاصه دار زخمي شوي دي.
له دې نه علاوه بيا نيمه ګهنټه پس په علي مسجد کې هم د ناټو پر کانټينرونو کې بريد وشو او تخريب کارانو په کانټيرونو کې بار پوځي ساز و سامان ته اور واچاوه او ډريور يې ووېشت چې په پرځاى مړ شو. وروسته بيا د سور کمر په زخميانو کې هم يو ډريور مړ شو، نو دوه کسه مړه دي او د يو خاصه دار په شمول دوه کسه زخميان دي."
نوموړي همداراز وويل، چې تر پېښې وروسته د امنيتي ځواکونو او وسله والو ترمنځ نښته هم وشوه، خو وسله وال په تېښته بريالي شول.
د پېښور_ تورخم لويه لار په افغانستان کې د مېشتو بهرنيو ځواکونو لپاره د اکمال تر ټولو مهمه لار ده، چې دا لار د خيبر درې ترمنځه تيرېږي او وخت ناوخته پکې د ناټو پر اکمالاتي کاروان بريدونه هم کېږي.
په افغانستان کې د مېشتو نړېوالو ځواکونو پر وړاندې پېښور_ تورخم دا لار، چې د خيبر درې پر سينه تيرېږي، د روان کال د فبرورۍ په ٢٣مه نېټۀ بيا پرانېستل شوې ده.
دا لاره د عمران خان په مشرۍ د تحريک انصاف ګوند له خوا په تېر ٢٠١٣م کال کې تر هغې وروسته وتړل شوه، چې د همدې کال د نومبر په لومړۍ نېټه د افغاسنتان پولې ته څېرمه د شمالي وزيرستان په قبايلي سيمه کې د امريکا د بې پيلوټه الوتکو په بريد کې د پاکستاني وسله والو طالبانو پخوانى مشر حکيم الله مسود ووژل شو.
ازادي راډيو هڅه وکړه، چې د ناټو پر اکمالاتي کاروان د بريد په اړه د خيبر ايجنسۍ د سيمه ييزو امنيتي چارواکيو نظر معلوم کړي، خو څوک خبرو ته حاضر نه شول.
دا بريد په داسې وخت کې شوى، چې د روانې مياشت په ١٠مه نېټه هم د خيبر ايجنسۍ په جمرود نومي سيمه کې د ناټو پر اکمالاتي کاروان وسله وال بريد شوى و، چې په ترڅ کې يې يو ډرايور وژل شوى و.
د يادونې وړ ده، چې په خيبر ايجنسۍ کې په افغانستان کې د مېشتو بهرنيو ځواکونو پر کاروان د تازه بريدونو مسووليت لا تر دې دمه کومې وسله والې ډلې نه دى منلى، خو تر دې مخکې د ټولو بريدونو مسووليت پاکستاني وسله والو طالبانو پر غاړه اخيست.
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcjxieo.uqehmz,bfu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته