دخپریدو نیټه :سه شنبه ۷ ثور ۱۳۹۵ ساعت ۱۵:۳۷
د مطلب کود : 125547
نن د اټومي وړانګو او مصيبتونو د قربانيانو د ياد نړيواله ورځ ده
د ۱۹۸۶ کال د اپريل په ۲۶ نيټه د چرنوبيل اټومې بټۍ – داوکراين اټومي انرژي – د بشري تاريخ، دانسان په لاس جوړ شوي ناورين رامنځته شو. په آتومې بتۍ کې چاودنه وشوه چې له امله يي آتومي بټۍ په بشپړه توګه له منځه ولاړه.

د ۱۹۸۶ کال د اپريل په ۲۶ نيټه د چرنوبيل اټومې بټۍ – داوکراين اټومي انرژي – د بشري تاريخ، دانسان په لاس جوړ شوي ناورين رامنځته شو.
په آتومې بتۍ کې چاودنه وشوه چې له امله يي آتومي بټۍ په بشپړه توګه له منځه ولاړه.

چاپیريال په رآديو اکتيف موادو ککړ شو. او دغه ککړه هوا او وريځي د اوکراين، روسيي ،بيلاروس، او داروپا يو شمير نورو هيوادونو ته هم سرايت وکړاو خپري شوي.
راديو اکتیفي وړانګو تر ۳۰ کيلومترو پورې ککړتيا رامنځته کړه. داوکراين په خاوره کې ۱۲ ولايتونه د ۵۰ زره کيلومتر مربع په ساحه کې د وړانګو دککړتيا ساحه ونيوله.
دروسيي ۱۹ سيمي چې ټوله ساحه ۶۰ زره کيلومتر مربع کيږي او ۲، ۶ مليون وګړي پکې اوسيږي ددغو وړانګو تر تاثير لاندې راغلل، د بیلاروس ۴۶،۵ زره کيلومتره مربع ساحه د راديواکتيفي موادو دخپريدا له امله ککړه شوه.
کوم چې په دغه ساحه کې د هېواد ۲۰ سلمه وګړي ژوند کوي. په چيرنوبيل کې د اټومي بټۍ چاودنه نه يوازي يو ستر چاپيريالي ناورين رامنځته کړ، بلکې اټومي کنټرول پوله نه پيژني له بده مرغه دهغه اغيزي به تر ډيرو پورې دوام ومومي او دابه يواځي په اوسني نسل پورې منحصر پاتي نه شي.

سرچينه : اسپوتنیک
https://avapress.com/vdcjxievauqe8iz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته