دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۶ ثور ۱۳۹۵ ساعت ۲۰:۳۴
د مطلب کود : 125943
مونږ ټول انتخاب سوی یو
ډیر بیشماره پیغمبران د بشر په تاریخ کی راغلی دی او بیرته تللی دی تر سو چی انسانان یی د ځان او خدای سره پخلا وکی؛منګر ډیر لږ پیغمبران په دغه کار کی کامیاب سوی دی او لږ خلک یی پرسمه لار باندی درولی دی او د ګمراهی څخه یی ساتلی دی.

مونږ ټول انتخاب سوی یو

ډیر بیشماره پیغمبران د بشر په تاریخ کی راغلی دی او بیرته تللی دی تر سو چی انسانان یی د ځان او خدای سره پخلا وکی؛منګر ډیر لږ پیغمبران په دغه کار کی کامیاب سوی دی او لږ خلک یی پرسمه لار باندی درولی دی او د ګمراهی څخه یی ساتلی دی.

داسی غریزی لکه غوسه او غضب او شهوت چی د انسان د تکوینی ضروریاتو لپاره تعبیه سوی دی او هر یو چی نه یی د انسان دهستی  او خلقت کی نه تکمیلیږی. بنی ادم او ابوالبشریی هم د هغه څخه سواستفاد کړی دی او په خطرناکه بیراهه تللی دی.

د انسان پیژندونکی او اخلاقی او دینی اموزنه کی څلور قوه په انسان لی وجود لری اول د عقل قدرت دی دوهم د غضب قدرت دریم د شهوت قدرت او څلورم هم د واهم قدرت

د انسان روح کله چی پیدا کیږی له هری بدی څخه پاک دی.مونږ کرار کرار هغه ککړه کوو . هر څه چی زمونږ زیاتیږی زمونږ د روح د ککړتیا هم ډیریږی او د هغه ریښه زمونږ په بدن کی قدرت اخلی. مونږ باید پوه سو چی ټول اعضا او د روح خدمتکاران دی. څلور قدرتونه چی دی زمونږ روح ته خدمت کوی.دغه څلور قوه د ټولو په سر کی دی او په مختلف بخشونه ویشل کیږی.

۱-د عقل قدرت

عقل لکه قومندان غوندی دی او کولای سی چی پر انسان باندی حکومت وکی.عقل خیر او شر پیږنی او هغه ښه کارونو ته امر کوی او د بد کارونو څخه نهی . کله چی مونږ خطا کوو او ځان مواخذه کوو دا زمونږ عقل دی چی مونږ ته امر ورکوی او مواخذه کوی.د انسان ټول کمالات د عقل د مخه پیدا کیږی.مونږ هر څه چی د عقل څخه کار واخلو د هغه قدرت ډیریږی.

۲-د شهوت قدرت

دا قواوی د بدن د بقا دپاره دی. د شهویت قدرت د بدن او جسم د سلامتی دپاره دی، داسی وسیله چی د نفسانی د کمالاتو د تحصیل کولو دپاره دی نو شهویه قدرت ډیر اهمیت لری، منګر باید هوګورو چی څنګه کولای سو دغه قوا تعادل ته ورسوو تر سو چی زمونږ ټول ژوند یوازی شهوت استعمال و نه سی.

۳- د واهم قدرت

د وهمیه قوا د جزیی کارونه د ادراک کول دی.کله چی د یو مسیله کوچنی شیان پیږنو او د هغه نوکوی شیان باندی پام کوو او یا کله چی د یو کار پیسی ځو چی څنګه اجرا وکو او څنګه و نه کو دغه قوه زمونږ په کار راځی.

واهم د تفکر سره فرق لری. تفکر مونږ ته و کمال ته رسوی منګر واهم د شیطان دپاره لار خلاصوی. شیطان د وهم په تسلط باندی کولای سی زمونږ په فکر کی نفوذ وکی اوهغه یی بی لاره کړی.

۴- د غضب قدرت

د غضبیه قدرت مضرات د انسان څخه لیری کوی او هر شی چی انسان ته زیانمنده دی د هغی څخه لیری کوی منګر د ضرر عامل باندی د انسان څخه بهر وی.

داسی صفتونه لکه ریا، کبر، شرک، عوجب د غضبیه قدرت څخه پورته کیږی. د غضبیه قدرت پر شهویه او واهم باندی تسلط لری او هغوی یی تقویه کوی. د مثال په توکه یو سړی د خپلی واهم په تاثیر باندی د نورو کسان حرکات کنترلوی او د دوی د رفتارو څخه منفی برداشت کوی. او په دوی باندی بد بینی کوی او داسی فکر کوی چی نور د هغی پر ضد باندی داسی کارونه کوی؛ نو ځکه کوښښ کوی چی د دوی کارونه جبرانه وکی او دا ټول د غضبیه قدرت په خاطر کی دی.

د انسان کیدونکی دپاره ،بهتره ده چی ووایو د یو ښه کامله انسان او داسی چی خدا ی غواری او کولای سی چی د خدای ددین اوخلق د خدمت کولو دپاره لازمه ده چی د ټولو قواوی څخه  ګټه واخلو او استفاده ځینی وکو چی سمه او دی قدرتونه شهوت او واهم او غضب ټول د عقل په کنترل کی ونیسو.

که مونږ وغواړو چی دغه دری قواګانی د عقل په کنترل کی راسی باید په هر یو کی افراط او تفریط ونکو چی دا ټول د دینی تعالیم دی اود الله پیغمبرانو اخلاقو کی دی او مونږ ته په ښکاره بیانوی.

په اساس کی ، اصلی او لویه دلیل چی الهی پیغمبران راستول سوی دی د یه یو شی کی خلاصه کیږی او هغه سریتوبی د ادم ابوالبشر دی چی د هغه لار هم د عقل حاکمیت دی چی  د هر انسان وجود کی دی چی د ټولو قومنده لکه د وهم او شهوت او غضب قومندانی توبی د هغه په لاس کی دی . د پیغمبرانو مبعوث دلیل هم دغه دی .

منګر افسوس چی د ادم علیه السلام ځامنو هیڅ کله دی ته نه دی متوجه سوی چی دا ټول پیغمبران چی راستول سوی دی او کوښښونه چی کړی دی د دی دپاره دی چی انسانان دخدای جل جلاله سره پخلاسی  او هغه تر ور نیږدی سی . او مونږ د دی پرځای چی د دوی فرمایشات او د الله حکمونه اجرا وکو د افراط او تفریط  د شهوت او وهم او غضب باندی ټینګار موکړی دی او د دی پرځای چی د عقل څخه استفاده وکو چی زمونږ د لارښوونه لکه ستوری دی د خپلی تاریکه پسخانی کی مو بندی کړی دی.

هوالهی پیغمبرانی هر یو د یو رسالت دپاره مبعوث سوی دی چی د خپلی رسالت تر پایه پوری خپلی بیرق پورته کړی او خلک هغه ووینی منګر د هغو په امت باندی ډیر لږ کسان وو او دی چی د دوی بعثت قبول کړی دی او د الهی فرامینو څخه اطاعت کړی دی .

ښه پوهیږو چی ټول انسانان ټاکل سوی دی په دغه فرقه چی پیامبران په دوه څلی یو رسالت او بل عبودیت او نور خلک د بندګی په مرحله کی مبعوث سوی دی اودغه بعثت یو آزموینه  ده او بندګی د عیار د معلومولو دپاره دی ټول پیغمبران او نور خلک باید معلومه سی چی څوک کولای سی دخدای  رضایت دځان دپاره وساتی تر سو چی رستګاره سی او هغه کسان چی اسمان ته شاوګرځوی اوخپلی د پای ځای کی یی دخدای نارضایتی کی ختم کړی د دوی ځای په دوژغ وی چی انتخاب کړی یی دی.

 

https://avapress.com/vdcjxievtuqe8hz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته