دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۲ سرطان ۱۳۹۳ ساعت ۱۳:۵۲
د مطلب کود : 94694
د ننګرهارد مجبوراباد سیمي اوسیدونکي وايي، ددوی د لیسې ځمکه زورواکوغصب کړې
د ننګرهارد مجبوراباد سیمي اوسیدونکي وايي، چې د مجبوراباد لیسې ځمکه زورواکوغصب کړې.
دوی وايي، يو شمېرخلکو د پخواني ښاروال په وخت کې د دې ليسې په شاوخوا دوه نیم جریبه ځمکه باندې کورونه جوړکړل او په وینا یې له تېرې اونۍ راهیسې یو شمېر نورو زورواکو د لیسې دننه د ودانیو د جوړولو هڅې پیل کړي.
د ننګرهار د پوهنې رییس هم د یادې شوې لیسې د ځمکې غصب تاییدوي.
دا، چې د سیمې د خلکو په خبره د غاصبینو سره د ښاروالۍ انجنیران هم موجود وو، چې د سیمې نقشه يي ورته اچوله په دې اړه په ننګرهار کې د ازادۍ راډیو سیمه ییزخبریال د ښاروالۍ د مسولینو د نظر اخیستو هڅه کړې خو د ده په وینا، د ښاروال معاون انجنيرحکيم په دې برخه کې له مرکې کولو ډډه کړې.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس
https://avapress.com/vdcjxmeh.uqexhz,bfu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته