دخپریدو نیټه :شنبه ۲ دلو ۱۳۹۵ ساعت ۱۲:۱۳
د مطلب کود : 136941
ټرامپ د امریکا متحده ایالاتونو ۴۵ ولسمشر په توګه لوړه وکړه
په دې مراسمو کې د ډونالډ ټرامپ مرستیال، مایک پنس هم د کابو ۹۰۰زره کسانو په شتون کې د لوړې مراسم پر ځای کړل او په دې مراسمو کې د امریکا درېیو پخوانیو ولسمشرانو هم ګډون کړی وه.
د افغان غږ خبری آژانس د خبرګزاری له مخی : ولسمشر ټرامپ خپله لومړنۍ وینا وکړه په دې ترڅ کې د امریکا د اقتصاد پر بیا رغونې او د ترهګرۍ پر له منځه وړو ټینګار وکړ.

د ټرامپ مرستیال، مایک پنس په خپله وینا کې وویل:"زه به د امریکا اساسي قانون څخه د بهرنیو او کورنیو دښمنانو پر وړاندې دفاع کوم."

ورپسې ډونالډ ټرامپ د امریکا متحدو ایالتونو د ۴۵ ولسمشر په توګه لوړه وکړه.

ده په خپله وینا کې وویل:"زه به له خپل ځواک سره د امریکا له اساسي قانون څخه دفاع او ساتنه کوم." ټرامپ په خپله وینا کې له پخواني ولسمشر بارک اوباما هم مننه وکړه.

نوموړي زیاته کړه:"موږ هر څلور کاله وروسته سره راټولیږو او په سوله‎ییزه توګه د ځواک لیږد ترسره کوو. موږ له ولسمشر اوباما او مېرمنې یې میشېل اوباما څخه د دې لیږد له امله او مهربانیو له امله مننه کوو، دوی ډېر ښه وو."

د امریکا نوي ولسمشر وړاندې وویل چې پخوانیو حکومتونو یوازې له خپل ځان څخه دفاع کړې ده، نه له خلکو. ده د جنوري شلمه د امریکا د خلکو بریا وبلله.

ټرامپ همداراز وویل:"د نن ورځې مراسم ځانګړې مانا لري؛ ځکه چې موږ له یوه ګوند څخه بل او یا له یوې ادارې بلې ته ځواک نه لیږدوو، بلکه له واشنګټن ډي سي یې خلکو ته لېږدوو."

ده په ټولو برخو کې د امریکا پر ګټو ټینګار وکړ. "زموږ هره پرېکړه به د سوداګرۍ، مالیاتو، کډوالۍ او بهرنیو چارو په اړه د امریکايي کورنیو او کارکوونکو لپاره وي."

ډونالنډ ټرامپ د اسلامي تندلارو ډلو پر وړاندې د جګړې اعلان کوي.

ده زیاته کړه:"موږ زاړه ائتلافونه پیاوړي کوو او نوي رامنځته کوو. موږ به اسلامي تندلاري او ترهګري له منځه یوسو."

د امریکا د ټاکلي ولسمشر ډونلډ ټرمپ له لوړې مراسمو درشل کې د نوموړي د ملاتړو او مخالفانو ترمنځ تاوتریخوالی او نښتې شوې دي.
https://avapress.com/vdcjxmevvuqethz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته