دخپریدو نیټه :يکشنبه ۳۰ عقرب ۱۳۹۵ ساعت ۲۰:۰۴
د مطلب کود : 134042
د کورنیو چارو وزارت د خبرپاڼې په خپرولو سره وايي چې د تېرو ۲۴ ویشتو ساعتونو په ترڅ کې د افغان ځواکونو پوځي عملیاتو له امله ۱۴ وسله‎وال وژل شوي دي.
خبرپاڼه زیاتوي، دا عملیاتو د هېواد په لغمان، ارزګان، هلمند، پکتیکا، وردګو او ننګرهار ولایاتونو کې ترسره شوي دي. ویل شوي چې په دې عملیاتو کې ۱۰ ترهګر ټپیان او ۸ نور نیول شوي دي. خبرپاڼه وړاندې کاږي چې افغان ځواکونو په دې عملیاتو کې یو شمېر وسلې او چاودېدونکي توکي هم ترلاسه کړي دي. په دې عملیاتو کې د ملکي کسانو او افغان ځواکونو مرګ‎ژوبلې په اړه څه نه دي ویلي.  
https://avapress.com/vdcjxxev8uqetyz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته