دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۴ ثور ۱۳۹۳ ساعت ۱۳:۲۲
د مطلب کود : 90210
د میدان وردګو والي ملي سوداګر د دغه ولایت په صنعتي پارک کې پانګې اچونې ته راوبلل.
د میدان وردګو والي ښاغلي عبدالمجید خوږیاڼي پرون ( چهارشنبه) د دغه ولایت له سوداګرو سره په جوړه غوې غونډه کې د دغه ولایت په صنعتي پارک کې پانګې اچونې ته راوبلل .
نوموړی د خپلو خبرو پرمهال سوداګرو ته لارښوونه وکړه،چې د ایسا ادارې سره دې ژر ترژره په اړیکه کې شي او دهغوی د قوانینو په رڼا کې دې،د دغه ولایت په صنعتي پارک کې خپله پانګه اچونه پیل کړي .
ده وویل: حکومت د صنعتي پارک لپاره په وړیا ډول ځمکه ورکړه،د برېښنا چارې یې ورته وروستیو مرحلو ته رسولې،د سړکونو او کالیزاسیون چارې به یې هغه مهال ترسره کیږي،کله چې د ایسا اداره مطمئنه شي،چې سوداګر په دغه پارک کې پانګې اچونې ته لیواله دي .
په همدې حال کې سوداګرو ژمنه وکړه،چې ټول مراحل به د ایسا ادارې د قوانینو په رڼا کې ډېر ژر پر مخ یوسي او د دغه کارونو د پرمخ بیولو په موخه یې یوه شل کسیزه کمیټه هم جوړه کړه .
د دوی په وینا اوس مهال شپږو سوداګرو له ایسا ادارې سره په دغه پارک کې د پانګې اچونې په موخه اړیکې نیولي او لومړنی مراحل یې پرمخ بیولي دي،خو نور پنځوس سوداګر دې ته لیواله دي،چې د دغه ولایت په صنعتي پارک کې به بېلابېلو برخو کې پانګه اچونه وکړي .
ملي سوداګر او د جوړې شوي کمیټې مشر حاجي اختر محمد طاهري وایي یو شمیر سوداګرو په میدان وردګو ولایت کې په صنعتي پارک کې د پانګې اچونې په موخه د بېلابېلو فابریکو ماشین الات هم له بهر څخه راوړي او د مراحلو په بشپړیدو سره به سمدلاسه په دغه ولایت کې بېلابېلې فابریکې په فعالیت شروع وکړي
د یادونې وړده،چې په میدان وردګو ولایت کې درې میاشتې وړاندې د صنعتي پارک د بنسټ ډبره کېښودل شوه.
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcjy8eh.uqeyvz,bfu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته