د ماليې وزیر ښاغلي اکلیل حکیمي پرون د افغانستان او پاکستان ترمنځ د لسمې ګډې اقتصادي ناستې په څنډه کې د یاد هیواد د لومړې وزیر ښاغلي نواز شریف سره په پلازمېنه اسلام آباد کې وکتل.
پدغه ناسته کې د پاکستان لپاره د افغانستان سفیر ښاغلي جانان موسی زي او د جلالتمآب ولسمشر سلاکار هم ګډون درلود، د دواړو هیوادونو د اقتصادي، تجارتي اړیکو، زیربنا، سړکونو او برښنا په اړه بحث او خبرې وشوې.
دواړو غاړو په یادو برخو کې د لازمو همکاریو ترڅنګ د سولې په برخه کې د کوټلې او عملې ګامونو په اخیستلو باندې ټینګار وکړ.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)