دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۶ سرطان ۱۳۹۶ ساعت ۱۵:۳۳
د مطلب کود : 146508
ناوه: لس کلیومتره پرمختګ شوی او ۳۳ طالب جنګالیو ته مرګ ژوبله اوښتې
د هلمند ولایت ناوې ولسوالۍ کې تېره ورځ سهار وختي د طالب جنګالیو پر ضد هوايي او ځمکني چاڼيز عملیات پېل شول چې تر دې دمه له لاسته راوړنو ډک او په بریالیتوب سره مخ پر وړاندې روان دي.


د افغان غږ(افغان غږ خبری آژانس) آژانس دخبر له مخی، د هلمند ولایت مطبوعاتی دفتر نه خبر شوی خبر پانه کی راغلی، د عملیاتو مشري د ۲۱۵ میوند قول اردو قومندان برید جنرال ولي محمد احمدزی کوي، چې د ګډو ځواکونو له لوري په څلور خواو کې تصفيوي عملیات دوام لري.
سرچنوایی، په دې عملیاتو کې د ناوې ولسوالۍ شمالي او داخلي لوریو کې شاوخوا لس کیلومتره امنيتي ساحه پراخه شوې ده او ۱۳۰ کړۍ بیلابیل ډول ماینونه کشف او له منځه وړل شوي دي.
خبرپآنه کی وایی، د لومړنيو معلوماتو پر اساس د ميوند صفر څلور عملیاتو په ترڅ کې د وسله والو طالبانو د شپږ مهمو قومندانانو په ګډون د دښمن ۱۸ تنه وژل شوي او ۱۵ تنه نور يې ټپیان شوي دي.
د هلمند ولایت مطبوعاتی دفتر زیاتیوی، امنيتي ځواکونه د پلان مطابق په خورا ښه روحیه او مورال سره پر مخ روان دي، چې په سیمه کې د ولسونو پراخ ملاتړ هم ورسره ملګری دی.
سرچنوویلی، دغه پوځي عملیات به تر هغو دوام ولري چې ټوله ناوه د وسله والو مخالفینو له شتون څخه پاکه شوي وي.
خبر پانه کی واای،په دې عملیاتو کې څلور امنیتي سرتيري ټپیان شوي او يو سرتیری په شهادت رسیدلی دی.

https://avapress.com/vdcjymevouqexiz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته