دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۶ ثور ۱۳۹۶ ساعت ۱۳:۲۴
د مطلب کود : 143006
غورځنګ: د شخصي بوختیاوو له امله مې استعفا ورکړه

د افغانستان د ملي امنیت شورا د ستراتیژیکو اړیکو رئیس او ویاند تواب غورځنګ له خپلې دندې استعفا وکړه.

تواب غورځنګ ته وویل چې د شخصي بوختیاوو له امله یې وړمه ورځ استعفا ورکړې او ولسمشر محمد اشرف غني یې استعفا قبوله کړې ده.

ښاغلي غورځنګ زیاتوي چې پرځای یې قادر شاه د ستراتیژیکو اړیکو د رئیس او ویاند په توګه ټاکل شوی.

تواب غورځنګ له شاه خوا دوو کلو راهیسې په دغه دنده کارکاوه.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcjytevmuqexyz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته