دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۴ جوزا ۱۳۹۶ ساعت ۰۸:۳۴
د مطلب کود : 143600
د ناپیژندل سوو هیلکوپترانو کیسه: امریکا او روسیه تورن دی
روسیه، د ناپیژندل سوو هلیکوپرتانو تلل او راتلل دطالبانو تر کنترل لاندی سیمو کی پوښتنه منځته راوړونکی وبلل او ویلی دی چی هغه کسان چی د افغانستان هوایی حریم ساتنه کوی په دی اړه خلګو او نړیوال ټولنی ته ځواب ورکړی.
د روسیی سفارت په کابل کی تیره اونۍ د یو اعلامیی په خپرولو سره د مسکو او طالبانو اړیکه په شدت سره رد کړه او هغه یو بی اساسه ادعا وبلل.
له بل لوری، د طالبانو کنترل لاندی سیمو کی د مشکوکو هلیکوپترانو تلل او راتلل ډیر ځلی د ملی شورا غړو او سیمه ایز مقاماتو له لوری مطرح سوی دی.
ویل کیږی چی شپه کی، مشکوک هلیکوپترونه د یو څه وخت لپاره د طالبانو کنترل لاندی سیمه کی کښینی او وروسته د سیمی څخه ځی.
ځینی دا هلیکوپتران امریکایی او ناتو ځواکونو پوری اړوند بولی او ځینی نور هم ادعا کوی چی روسیه ددی لاره طالبان تجهیزوی.
په اخیر کی د سرپل او بلخ او هرات ولایتونو مقامات او والیان ددی هلیکوپترانو ناستی او پورته کیدو څخه دطالبانو په سیمو کی خبر ورکوی.
امنیتی مسایلو کارپوهان وایی چی ددی کیسی مستقیم مسؤولیت په لمړۍ قدم کی خارجی ځواکونو ته متوجه کیږی او وروسته، افغانستان دولت پوری مربوطیږی.
دا چی د ناپیژندل سوو هلیکوپترانو کیسی ترشا، امریکا قرار لری که روسیه او که پاکستان یا نور هیوادونه، بیل بحث دی؛ خو دا چی څوک دا معما رمزګشایی یا فاش کړی او افغانستان خلګو او نړیوالو، ته په دی اړه توضیح ورکړی، هغه مساله دی چی مستقیمآ د خارجی ځواکونو حضور، اړیکی او هغه پیمانونو پوری چی د هغوی او افغانستان دولت ترمنځ شتون لری، اړیکه لری او دا هغوی دی چی دا معما ته باید رسیدګی وکړی.
ددی منظر څخه، د تحلیلګرانو په باور، حق د روسیی سره دی؛ ځکه چی امریکا او هم پیمانه یی د ډیرو کلونو راهیسی د افغانستان هوایی حریم کنترولوی او ناممکنه دی چی ددی پرمختللی تکنولوژی او جاسوسی او اطلاعاتی پرمختللی وسایلو په درلودلو سره، حتی یو الوتونکی هم نه سی کولای چی د امریکا جاسوسی او امنیتی بالونونو څخه په تیریدو سره د افغانستان په هوایی حریم کی والوزی او پرواز وکړی.
په دی حساب، د صاحب نظرانو په باور، دا ډیر ساده او د محاسبی وړ دی چی ناپیژندل سوی هلیکوپتران، څنګه په معجزه یی ډول سره د امریکا او ناتو تجسس او کنترول سیستم څخه تیریږی او د سرپل او بلخ څخه تر هرات او... پوری د تروریستانو لپاره تجهیزات، سلاح او موترسایکل او سرتړلی صندوقونه او... برابروی.
که ددی لوری څخه قضیی ته وکتل سی، دا هلیکوپترونه نه یواځی ناشناسه نه دی؛ بلکه د ناتو او امریکا لپراه چی د افغانستان هوایی حریم په دقت سره تر کنترول او نظر او حاکمیت لاندی لری، کاملآ پیژندل سوی دی او دهغوی ماموریت په دقیق ډول سره، تعریف سوی او ترسره کیږی.
دا چی ویل کیږی چی روسیه د پاکستان سره ددی هلیکوپترانو په مرسته طالبانو ته سلاح او مهمات رسوی، په حاضر حال کی، یو بی ځایه ادعا دی؛ خو که صحیح هم وی، دا کار، کوم څه د ناتو او امریکا مستقیم مسؤولیت څخه د هلیکوپترانو انهدام او مبارزی څخه نه کموی؛ ځکه هغوی د هغه پیمانونو په اساس چی د افغانستان دولت سره تړلی دی د افغانستان ځمکنۍ او هوایی حریم ساتنی په وړاندی د هر ډول تهدید او ګواښ څخه، مسؤول دی او خپل دا دندی باندی عمل وکړی.
له بل لوری، د دولت لوړ امنیتی سطحو معنی لرونکی چوپتیا او هم د ناتو او امریکا مقاماتو سکوت د هغه ادعاوو په وړاندی چی په دی اړه شتون لری هم ددی معما پیچلوالی او ابهام زیاته کړی دی او وضعیت نور هم پیچلۍ کړی دی.
پوهان وایی چی دا ټوله، شکاره کوی چی امریکا نه یواځی په دی برخه کی مسؤول دی؛ بلکه مظنون دی او باید ددی تور او اتهام د ایسته کولو لپاره، رسمی مراجعو او رسنیو او افغانستان عمومی افکارو او نړۍ ته ځواب ورکړی.
په دی حال کی، دا هم نادیده نه سو نیولای چی روسیه هم د هغه دلیلونو له مخی چی ثبوت سوی دی، د طالبانو سره مرستی ته متمایله دی چی د داعش سره مقابله وکړی او لیری خبره نه دی چی بیلابیل لاری یی طالبانو ته د مرستی رسولو لپاره ارزولی وی. که څه هم په دی برخه کی چی روسیه د هلیکوپترونو له لاری طالبانو تته مرسته رسوی، تراوسه هیڅ شاهد شتون نه لری او دا یواځی یو ادعا دی؛ په دی سره، روسیه هم د امریکا په شان تورن او مظنون دی.
https://avapress.com/vdcjytevyuqexmz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته