دخپریدو نیټه :دوشنبه ۵ میزان ۱۳۹۵ ساعت ۱۳:۰۱
د مطلب کود : 131207
وسله والو ترهګرو په شاوليکوټ ولسوالۍ کي يوکيلومتر پوخ سړک خراب کړی
د شاوليکوټ ولسوالۍ دغه سړک دکندهار او روزګان ترڅنګ دکندهار ديادي ولسوالۍ ګڼ کلي سره وصل کړي، چي په خرابېدو سره به يې عامو خلګو ته ګڼي ستونزي پيدا سي.

د شاوليکوټ ولسوالۍ دغه سړک دکندهار او روزګان ترڅنګ دکندهار ديادي ولسوالۍ ګڼ کلي سره وصل کړي، چي په خرابېدو سره به يې عامو خلګو ته ګڼي ستونزي پيدا سي.

دکندهار خلګو د وسله والو ترهګرو دغه کړنه په سختو ټکو غندلې ده.

د شنبې په ماښام يوشمېر وسله والو ترهګرو په شاوليکوټ ولسوالۍ کي د يوه کيلومتره په اندازه سړک خراب کړی دی.

دکندهار د والي وياند صميم خپلواک وايي، وسله والو دغه کار تېره شپه ديادي ولسوالۍ د اندړانو په سيمه کي د ټکټر په واسطه کړی او د ترافيکو پر مخ يې تړلی دی.
دشاوليکوټ ولسوالۍ دغه سړک دکندهار او روزګان ولايتونو ترڅنګ دکندهار د شاوليکوټ ولسوالۍ ګڼ کلي هم سره مښلولي وه، چي په خرابېدو سره يې ديادو کلو او د کندهار روزګان تر منځ تلونکو مسافرو ته به ګڼي ستونزي جوړ کړي.

دکندهار ولايت اوسېدونکو د وسله والو ترهګرو له خوا ددغه پاخه سړک ورانولو په اړه وايي، چي داکار نه په اسلام او نه په انسانيت کي وجود لري.

ددوئ په وينا، وسله وال ترهګر هر وخت د افغانستان د خاوري او خلګو د دښمنانو په خبره دغه ډول ناروا کړني، چي هيڅ د بخښلو وړ نه دي، ترسره کوي.
خلګ پر امنيتي ځواکونو ږغ کوي، چي ددغه ناروا عمل عاملين پيدا او په داسي سزا، چي نورو خلګو ته عبرت پاته سي، ورسوي.

دا لومړی ځل نه دی، چي وسله وال ترهګر په کندهار کي دغه ډول کړنه ترسره کوي، بلکي تر دې وړاندي يې په هلمند کي هم يو پوخ سړک له منځه وړی ؤ او په دې کار يې ګڼو عامو خلګو ته ستونزي پيدا کړې.

https://avapress.com/vdcjyvevauqet8z.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته