دخپریدو نیټه :شنبه ۱۰ میزان ۱۳۹۵ ساعت ۱۲:۳۵
د مطلب کود : 131405
د هلمند ولايت مقام په دې ولايت کي د ۴۲ وسلوالو د وژل کېدو خبر ورکړ.

د هلمند ولايت مقام خبر ورکوي، چي دغه وسلوال کسان يې د هوايي او چاڼيزو عمليات پرمهال ددې ولايت په جلا جلا سيمو کي په نښه او له منځه وړي دي.

سرچينه ليکي، چي وسلوالو مخالفينو غوښتل په هلمند ولايت کي لوئ بريدونه ترسره کړي، چي کشفي ادارو يې مخکي له مخکي خبر ترلاسه کړی او د هغوئ ياد شوم پلانونه يې شنډ کړي دي.

خبرپاڼه ليکي، د باباجي په « لویه هدیره » سیمه کي د امنیتي ځواکونو هوايي برید کي د طالبانو یو قومندان «عمري» د خپلو ۱۲ نورو وسلوالو سره وژلی دی.

دغه راز د نادعلي ولسوالۍ «خوشال» کلي کې امنیتي ځواکونو هوايي برید کړی، چي په ترڅ کي يې ۱۲ مخالفین وژل سوي او ۵ نور یې ټپیان سوي دي.

په همدې حال کي د نادعلي ولسوالۍ په «ګروپ ۶» سیمه کي امنیتي ځواکونو د هوايي ځواک پرمټ د دښمن یو موټر او دهشکه ویجاړ کړي دي.
په یو جلا برید کي د مارجې ولسوالۍ په «تریخ ناور» سیمه کي امنیتي ځواکونو د وسلوالو مخالفینو یو زېکویک او یو موټر لمنځه وړي دي.
د هلمند ولايت مقام دغه راز په يوه بله خبرپاڼه کي ليکلي، چي امنيتي ځواکونو يې د چاڼيزو عملیاتو پرمهال ۱۷ تنه وسله وال مخالفین وژلي دي.

د سرچينې په خبره، یاده مرګ ژوبله د بولان په سیمه کي د چاڼيزو عملیاتو پر مهال وسله والو مخالفینو ته اوښتې ده، چي یو شمېر وسلې او مهمات هم د امنیتي ځواکونو تر لاسه رسېدلي دي.

سرچیني لیکلي، چي امنیتي ځواکونو د جمعې په ورځ سهار په «بولان» سیمه کي د مخالفینو دځپلو په موخه تصفیوي عملیات پېل کړل، چي هغوئ ته د مرګ ژوبلي د اړولو سره سره يي په دې عملیاتو کې یو کرولا موټر، یو موټرسایکل او یوه پیکا له مخالفينو ترلاسه کړي او د یو شمېر وسلوالو مخالفینو جسدونه د جګړې په سیمه کي پاته سوي دي.

په همدې حال کي په نوزاد ولسوالۍ کي د مخالفینو خپلمنځي نښته کي دوه وسلوال وژل سوي، چي یو تن يې د پاکستاني هویت لرونکی دی.
دغه راز د نهرسراج ولسوالۍ اړوند د ۶۰۱ نمبر شهرا په مربوطاتو کي د مخالفینو د خپل ماین د چاودني له امله، چي غوښتل یې د سړک پر غاړه یې ښخ کړي، درې تنه ماین ښخوونکي وسلوال وژل سوي دي.

https://avapress.com/vdcjyveviuqetxz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته