دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱ عقرب ۱۳۹۶ ساعت ۱۵:۵۷
د مطلب کود : 151908
په تخار کې د امنیه قومندانۍ د معتمد له کوره وسلې او مهماتو تر لاسه شوي
د تخار ولایت پولیسو د امنیه قومندانۍ د تخنکی مدیریت د معتمد له کوره نه یوازې لسګونه میله غیرقانوني وسلې او مهمات نیولي، بلکې په ډېر شمېر د پولیسو یونیفورم، د دولتي وسایطو پلیتونه، دوه رنجر موتر او یو موتر سایکل هم تر لاسه شوي دي.

د تخار ولایت د امنیه قومندانۍ ویاند خلیل اسیر وایي، د امنیه قومندانۍ تخنیکي مدیریت معتمد بریالي ۸ کاله دغه دنده ترسره کړې وه؛ خو څه وخت مخکې یې پر ډزو یو ساتنمن ټپي شوی و او پولیس د ده د نیولو لپاره کورته ورځي، چې د پلټنې پر مهال یې له کوره ۵۰ میله بېلابېلې وسلې، په ډېر شمېر مهمات، دوه رنجر موتر او یو موتر سایکل تر لاسه کیږي.    

د تخار ولایت د پوځي څارنوالۍ رییس احمد الله رشیدي له قانون څخه د پولیسو سرغړونو اندېښمن کړی او وایي، چې د روان کال له پیله  د پولیسو لسګونه کارکوونکي د بېلابېلو تورنو له کبله نیول شوي دي. 

په تخار کې د مدني ټولنو رییس زمان خان د پولیسو په لیکو کې له ستونزو اندېښمن شوی او وایي، داسې کسان هم شته، چې د پولیسو له نامه ناوړه ګټه پورته کوي. 

له دې مخکې هم پولیسو د پولیسو د ځانګړې قطعې له الکولي مشروباتو ډک یو موتر نیولی و او دغه راز د تخار د برې کوکچې د څو کسو پوځیانو له نیولو هم خبر ورکړ شوی و، چې طالبانو ته یې وسلې او مهمات لیږدول.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcjyvevouqeihz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته