دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۷ اسد ۱۳۹۴ ساعت ۱۲:۵۱
د مطلب کود : 114909
په کندز کې یوې چاودنې دو تنه ملکیان وژلي او ۱۱ ټپیان کړي
د ملا محمد عمر مړینه د افغان امنیتي چارواکو په یوې غونډه کې تایید شوې.

په کندز ولایت کې د موټر بمب چاودنې له کبله ۱۳ تنه مُلکي خلکو ته په کې مرک ژوبله واوښته.

د کندز ولایت د حوزوي روغتون چارواکو ازادي راډیو ته وویل چې نن سهار (چهارشنبه) د دې ولایت حوزوي روغتون مخې ته موټر بمب چاودنه وشوه چې له کبله یې یوښځه او یو نارینه وژل شوي او همدارنګه یوولس تنه نور ټپیان شوي چې ټول مُلکي وګړي دي.

د کندز د حوزوي روغتون رییس ډاکټر محمدنعیم منګل د دغې پېښې په اړه په سیمې کې ازادي راډیو ته داسې وویل:

((په عام سړک یو انفجار شوی چې له کبله یې موږ ته دو تنه شهیدان راوړل شوي؛ یوه ښځه ده او یو نارینه دي او یوولس تنه نور ټپیان دي چې دا ټول مُلکي خلک دي؛ ټپیان تر درملنې لاندې دي، خو د یوټپې کس روغیتايي وضعیت نازک دی.))

په همدې حال کې د کندز د امنیې قوماندانۍ ویاند سید سرور حسیني هم دغه پېښه تاییدوي.

حسیني وویل چې د دغې پېښه هدف تراوسه پورې روښانه نه دی؛ خو په اړه یې څیړنې روانې دي.

تراوسه پورې د دغې پیښې مسوولیت چاپرغاړه نه دی اخیستی.

د یادونې ده چې په دې وروستیو کې په کندز ولایت کې نا امنیو زور اخیستی دی چې له کبله یې د دې ولایت ټول اوسېدونکي ډېر اندېښمن کړي دي.

د ویلو وړ ده چې څلورمیاشتې کیږي په کندز کې د ګل تپې او له یوې میاشتې راهیسې د دشت ارچې ولسوالۍ د وسله والو مخالفانو په کنټرول کې دي چې له امله یې د دغو سیمو اوسېدونکي له ګڼو ستونزو سره لاس او ګریوان دي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcjyxevhuqevhz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته