ملي امنیت یو کس نیولی، چې پر ډاکټر عبدالله عبدالله یې د حملې پلان درلود
د دې ریاست مطبوعاتي دفتر وایې، د نظیف الله په نامه نیول شوی کس د کوټې د شورا له خوا موظف شوی وو، څو د ملي ایتلاف پر مشر انتحاري حمله وکړي.
په دوو جلا جلا چاودنو کې د يوه سيمه ييز قومندان په ګډون سپاړسو وسلوالو مخالفينو ته مرګ ژوبله اوښي
دوهمه چاودنه سهار اوه بجې او ديرش دقيقې د پکتيکا ولايت وازيخوا ولسوالۍ د اسکو په کلي کې هغه مهال رامينځ ته شوه چې يوې بلې اته کسيزې ډلې د لويې لارې پر سر د ماين کېښودلو هڅه کوله
د سړک جوړونې په دغه لړۍ کې د دوراني سیمې څخه تر تورو تیږو سیمې پورې چې شپږ کیلومتره په اوږدوالې ساحه ده،تخریب شوی سړک ترمیم شو.
د امنیتی ځواکونو دبېلا بېلوګډو چاڼېزو عملیاتو په لړکې۱۷ تنه ترهګر طالبان ووژل شول
د ملي پولیسو ،ملي پوځ ، ملي امنیت او ایتلافي ځواکونو د ګډو چاڼیزو عملیاتو په لړ کې چې د لغمان ، کندز ، فاریاب ، زابل ، ارزګان ، لوګر ،غزنی او هلمند ولایتونو په اړوندوسیمو کې یې ترسره کړل، ۱۷ تنه ترهګر طالبان ووژل شول .
یوه میرمن په تخار کې د خپل خاوند له خوا ووژل شوه
تخار د رستاق ولسوال عبدالمناف فیضي آزادۍ راډيو ته وویل چې، دا پيښه د یادي ولسوالۍ په سیاه آب کلي کې شوې ده.
په هلمند کې د سړک د غاړې ماین په چاودنه کې نن سهار درې ملکیان ووژل شول
دا پيښه نن سهار هغه مهال وشوه چې د ملکی وګړو د سورلۍ موټر پر ښخ شوي ماین برابر شو.
"افغان ولسمشر دې د سوله ییز اعتراض د ځپلو د څیړنو امر وکړي
د بشري حقونو د څارنې د اسیا د برخې مشر براد اډمز همداراز له حامد کرزي وغوښتل، چې ټولو هغو کسانو ته چې په دې پیښه کې لاس لري، سزا ورکړي.
پوتین به د هغې غونډې مشري وکړي چې د افغانستان وضعیت په کې څیړل کیږي
د روسیې د امنیت شورا په غونډه کې به تمرکز پر دې وشي، چې د افغانستان په وضعیت کې څه پرمختګ شوی او پر منځنۍ اسیا به څه اغیز وکړي.
حامدکرزي د بریتانیا له لوی درستیز سره وکتل
جمهوررئیس وویل چې د ډیورند په کرښه د پاکستان پوځي تحرکاتو او د نښتو پیل کېدلو د افغانانو احساسات را پارولي او په ټول هېواد کې د پاکستان پرخلاف لاریو نونه روان دي.
د ناټو ملکي استازی وايي، د افغانستان او پاکستان وروستۍ سرحدي ستونزې د جګړې له لارې نه هواریږي
په افغانستان کې د ناټو ملکي استازی وايي، د افغانستان او پاکستان ترمنځ وروستۍ سرحدي ستونزې د جګړې له لارې نه هواریږي او دواړه لوري باید د خبرو اترو لاره غوره کړي. موریتس یوخیمز دغه څرګندونې نن له ازادي راډیو سره په یوه ځانګړې مرکه کې وکړې: "په لومړي سر کې باید وویم ، چې له پوځې لاري اقدام کول به ...
د کندز د دشت ارچي ولسوال نن د سړک د غاړې د ماین له چاودنې روغ ووت
د ولسوال صدرالدین په موټر د ماین چاودنه شوې چې، هغه ته پکې زیان نه دی اوښتی خو دوه ساتونکي یې ټپیان دي.
د غزني په ګیرو کې د څلورو بهرنیانو په ګډون ۱۱ وسلوال مخالفان وژل شوي
د غزني په ګیرو ولسوالۍ کې د ملي اردو په پوځي عملیاتو کې د څلورو بهرنیانو په ګډون ۱۱ وسلوال مخالفان وژل شوي دي.
نړېوال بانک له افغانستان سره د سل ملیونو ډالرو مرسته کوي
د افغانستان د مالیې وزارت وايي، نړېوال بانک په تیرو لسو کلونو کې د روغتیايي خدمتونو د ښه کېدو لپاره درې سوو پنځه دیرش ملیونه ډالره مرسته کړې ده.
په کابل کې سلګونو معیوبینو د پاکستان په ضد مظاهره وکړه
د افغانستان ملي بیرغونه ورسره و او د پاکستان په ضد او د افغان ځواکونو په ملاتړ یې شعارونه ورکول.
د امنیتی ځواکونو دبېلا بېلوګډو چاڼېزو عملیاتو په لړکې، ۱۹ تنه ترهګر طالبان ووژل شول
د ملي پولیسو ،ملي پوځ ، ملي امنیت او ایتلافي ځواکونو د ګډو چاڼیزو عملیاتو په لړ کې چې د ننګرهار ، بغلان ، کندهار ، میدان وردک ، لوګر ، غزنی ، هرات ، فراه او هلمند ولایتونو په اړوندوسیمو کې یې ترسره کړل، ۱۹ تنه ترهګر طالبان ووژل شول
"د سرحد په اړه له هېڅ چا سره کوم توافق نه دی شوی"
هیڅ ډول توافق نامه د هیڅ چا له خوا نه ده شوې؛ زموږ غوښتنه له هغه چا څخه چې دا خبره یې کړې دا ده چې؛ په دې اړه کوم اسناد چې لري، وړاندې دې یې کړي. دا کومې ستونزې چې د ډیورنډ پر کرښه رامنځته شوي د هغه وخت دي چې، موږ اردو نه درلوده او کافي سرحدي پولیس مو نه درودل
د افغانستان د نشه يي توکو پورې تړلې اقتصاد کم شوی دی
په ۲۰۱۱ (میلادي) کال کې پر دې پيسو د افغانستان اقتصادي اتکا پينځلس فیصده وه خو په ۲۰۱۲ کال کې نباتي مرضونو او د هوا خرابوالي دا فیصدي را ټيټه کړه.
په کابل، کونړ او کاپیسا کې سلګونه کسانو د پاکستان پر ضد مظاهرې کړي
د راپورونو له مخې نن په کابل، کونړ او کاپیسا ولایتونو کې سلګونه کسانو د پاکستان پر ضد مظاهرې کړي. له سیمو د ازادۍ راډیو خبریالان وايي، مظاهره کوونکي د پاکستان پر ضد شعارونه ورکوي او له پاکستانیو ځواکونو غواړي، چې په ځینو سیمو کې د ډیورنډ له کرښې دیخوا خپل حضور له منځه یوسي. د ننګرهار ولایت د ګوشتې ولسوالۍ ...
ملي امنیت په ننګرهار ولایت کې د یوه پاکستاني په ګډون 9 تنه ترهګر نیولي دي
دغو کسانو ته په پاکستان کي پوځي او ترهګریزي زده کړي ورکړل سوي دي، چي کله یې غوښتل د تورخم له لارې جلال اباد ته ولاړ سي، ونیول سول.
بغلان: د دوشي او د بامیانو د شیبر ولسوالیو ترمنځ د ۱۳۰ کیلومتره سړک د پخولو کار پیل شوی
دغه سړک به خلکو ته په تګ راتګ کي اسانتیاوي برابري کړي او ترڅنګ به یې له کانونو څخه د ډبرو د سکرو د انتقال لپاره هم کار واخیستل سي.